1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: امنيتي تړون دي تر پسرلي پوري لاسليک سي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبه

د ناټو يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي ويلي دی چي که د راتلونکي کال د پسرلي تر لومړيو پوري افغان ولسمشر حامد کرزی له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نو له دغه هيواد څخه به د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو پلان جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1Abka
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشر حامد کرزي او امریکا متحده ايالتونو ترمنځ اړيکي د امنيتي تړون د نه لاسليکولو پر سر نوري هم خړي پړي سوي دي. دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. خو کرزی وايي چي دغه تړونه دي د راتلونکي کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته لاسليک سي.

ناټو ويلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ له امنيتي تړون پرته نسي کولای چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د نوي ماموريت د پيلدو له پاره له دغه هیواد سره یوه موافقه وکړي.

په پلان کي ده چي په ۲۰۱۵ کال کي به ناټو په افغانستان کي يو روزنيز ماموريت پيل کړي.

د امریکا متحده ايالات او ناټو وايي چي د کابل له اړخه د امنيتي تړون د نه لاسليکولو په صورت کي به د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.

په اروپا کي د امريکايي ځواکونو د هوايي قواوو او ناټو قوماندان جنرال فليپ بريدلف، وايي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د حضور په اړه پلان د راتلونکي کال په اپريل مياشت کي ترسره کيږي. په دغه وخت کي به په افغانستان کي ټاکني رواني وي.

جنرال وايي چي ناټو او امریکا متحده ايالات بايد د راتلونکي کال تر پسرلي پوري تصميم ونيسي چي آيا په افغانستان کي د افغاني ځواکونو د ښووني او روزني له پاره يو څه تعداد عسکر پريږي دي که يا ټول له يوه مخه باسي.

دغه امريکايي جنرال خبریالانو ته وويل: «که داسي وي چي موږ په افغانستان کي يوه بله چاره انتخاب کړو، یوه ټاکلي وخت ته اړتيا ده، څو وکولای سو له هغه ځايه خپل سرتيري را وباسي. زه فکر نه کوم چي جمهور رييس کرزي دي دغه وخت ټاکنه ښه درک کړې وي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي چي له لومړي سره يې له دغه امنيتي تړون سره موافقه کړې وه، ويلي دي چي دغه تړون به هغه وخت لاسليک کړي چي سمدلاسه د افغانانو پر کورنو باندي عمليات بند سي، د روڼو ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه وکړي او افغانستان ته سوله راولي.