1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو اوس په افغانستان کي تهاجمي حالت لري

۱۳۸۸ تیر ۵, جمعه

هالندی جنرال وايي چي دهغي مودې راهيسي چي دافغانستان سويلي ولاياتو ته نوي امريکايي عسکر راغلي دي ، په دغه سيمه کي د ناټو تر قومانداني لاندي نړيوال پوځي ځواکونه پر دې بريالي شوي دي چي ...

https://p.dw.com/p/Ibn6
انځور: AP

په دغه سيمه کي دتند لارو مقاومت کونکو سره په مقاومت کي ابتکار پخپل لاس کي واخلي .

دغه خبره پرون دافغانستان په سويلي سيمو کي د ناټو دځواکونو قوماندان هالندي جنرال Mart de Kruit په يوه تلفوني خبري کنفرانس کي خبريالانو ته کړيده . په روان وخت کي جنرال Kuit په دغه سيمه کي د 30000 نړيوالو ځواکونو قومانداني پر غاړه لري .

نومړی جنرال وايي چي مونږ اوس په دغه سيمه کي پخواني خڼدونه له منځه وړي او دعملياتو ابتکار اوس زموږ په لاس کي دی . دغي سيمي ته دامريکاي تازه دمه ځواکونو په رسيدلو سره به مونږ ډير ژر دهلمند او کندهار په ولايتو کي چي نا آرامي سيمي بلل کيږي ،دتند لارو مقاومت کونکو پر ضد په اغيزمنو عملياتو لاس پوري کړو .

دافغانستان په سويل کي د ناټو دځواکونو هالندی قوماندان وايي چي دغي سيمي ته دنوي ځواکونو په رارسيدلو سره به سوله او امن په دغه سيمه کي زيات سي او په تيره بيا په افغانستان کي دولسمشرۍ او ولايتي جرګو دټاکنو په وخت کي چي دآګست په مياشت کي کيږي ، تر هغه وخته پوري به مونږ دغي موخي ته ورسيږو .

Kinderhilfe, Afghanistan Dr. Reinhard und Annette Erös inmitten der SchülerInnenschar einer Mädchenschule in der Provinz Kapisa, Afghanistan
انځور: ERÖS

21000 نوي امريکايي عسکر چي دامريکي دمتحده ايالتونو داوسني جمهوررييس بارک اوباما په هدايت سره به افغانستان ته وليږل شي ، ددغه نوي امريکايي ځواکونو زياتره برخه به دافغانستان په ناآرامو سويلي ولاياتو کي ځای پر ځای شي .داځکه چي په دغه سيمه کي هم طالبان ډير پياوړي دي او هم دنشه يي توکو قاچاقبران په دغه سيمه کي زيات نفوذ لري .

دافغانستان په جنوب کي دامريکايي پوځي منصبدارانو په عقيده ، دلته دتند لارو سره تراوسه موږ دداسي يوه حالت سره مخامخ يو چي پرمختګ پکښي نسته .

او هالندي جنرال Kruit هم وايي چي دغي سيمي ته دنوي ځواکونو په رسيدلو سره به مقاومت هم دوام پيدا کړي . خو په دغه سيمو کي د ناټو دعسکرو دشمير په زياتولو سره زمونږ هدف دادی چي دلته دښارونو او کلوامنيت وشوساتلی .

هالندی جنرال وايي چي « زه به دلته دتند لارو مقاومت کونکو دپلټني دپاره په تهاجمي عملياتو لاس پوري نکړم ،خو ددي دپاره به هڅه وسي چي د سيمي اوسيدونکي په امن کي وي او دوی دمقاومت کونکو څخه بايد جلا کړای شي . »

نړيوال سوله ساتونکي ځواکونه به دخپلو عملياتو په بهير کي هڅه وکړي چي په کندهار او نورو ولاياتو لکه اوروزګان ، زابل او هلمند کي ددوی موجوده ځواکونه او منابع په نخښه کړي او ددوی دتجريدولو دپاره به عمل وشي .

د ناټو دځواکونود هالندي جنرال په عقيده دافغانستان په سويلي سيمو کي دمقاومت کونکو شمير دلسو زرو څخه تر 18000په شاوخوا کي اټکل کيږي ، په داسي حال کي چه په دغه سيمه کي دحکومتي عسکرو شمير د 13000 په شاوخواکي اټکل کيدای شي .

AFPE فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري