1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او افغانستان د دوامداره مشارکت تړون لاسليک کړی

۱۳۸۹ آبان ۲۹, شنبه

په ليزبن کي د ناټو په سرمشريزه کي د افغانستان په اړه تر درې ساعته بحث وروسته د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او ولسمشر حامد کرزي تر منځ د دوامداره مشارکت تړون لاسليک سو.

https://p.dw.com/p/QEKQ
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راس موسن او افغان ولسمشر حامد کرزی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وړاندي د دوامداره مشارکت تړون د لاسليکولو پر مهال
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راس موسن او افغان ولسمشر حامد کرزی د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وړاندي د دوامداره مشارکت تړون د لاسليکولو پر مهالانځور: AP

د ناټو د عمومي منشي په خبره د تړون موخه داده چي افغانان ډاډمن اوسي چي ناټو هيڅ وخت دوی يوازي نه پريږدي.

راسموسن دغه راز وويل چي موږ په دې غونډه کي يوې داسي موافقې ته رسېدلي يو چي نور افغانانو ته کرار کرار مسوليتونه وسپارو.

د ناټو عمومي منشي وويل چي« موږ به په راتلونکي کال کي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسوليت د سپارلو پروسه پيل کړو او په ۲۰۱۴ کال کي به دا پروسه ختمه سي.»

دهغه په خبره زموږ مرستي به د افغانستان سره تر هغه پوري جاري وي تر څو افغانستان په بشپړه توګه پر خپلو پښو نه وي درېدلی.«دا ددې معني نه لري چي موږ تر ۲۰۱۴ کاله پوري امنيتي مسووليت افغانانو ته ور سپارو نور نو افغانستان پرېږدو. موږ به هيڅ کله افغانستان پرې نږدو.»

د راسموسن په خبره تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د ناټو ټول جنګي ځواکونه د افغانستان څخه ووزي. او مسوليت به افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، موږ به د ناټو او خپلو متحدينو په مرسته تر ۲۰۱۴ کاله پر د هيواد امنيتي چاري په خپله غاړه واخلو.

«زه دغه راز خپله هغه ازرو چي ناټو او نور متحدین زموږ امنيتي ځواک را وروزي يوار بيا تکراروم تر څو د افغانانو امنيت هغوی په خپله وساتي.»

ولسمشر کرزي د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او ملګرو ملتونو د عموي منشي بان کي مون څخه مننه وکړه چي د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

»زه ډير خوښ يم چي د ناټو د عمومي منشي سره د دوامداره مشارکت اعلاميه لاسليک کړم. دغه اعلاميه افغانانو ته دا ډاډ ورکوي چي د ناټو مرستي اوږدمهاله دي.»

کرزي د افغان حکومت پر هغو تعهداتو يوار بيا ټنګار وکړي چي د اداري فساد په وړاندي مبارزې او ښې حکومت داري په برخه کي يې کړي ول.

کرزي د ناټو د ليزبن غونډي ته د وينا پر مهال د هغو خصوصي شرکتونو په اړه چي په افغانستان کي يې په دې وروستيو کي فعاليتونه بند سوي برخوالو ته معلومات ورکړل.

نجيب الله زيارمل/ ليزبن

کتونکی: عبدالباري حکيم