1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولې پرانیستل طالبانو او ناټو ته گټه رسوي

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ د پاکستان د پولې له پرانیستل کیدو د کبله طالبانو هم خوښي څرگنده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې لارې د طالبانو دښمنانو ته اکمالات رسیږي.

https://p.dw.com/p/15h7D
انځور: Reuters

تر ټولو په زړه پورې خبره خو دا ده، چې په افغانستان کې ناټو او طالبان دواړه د پاکستان له پولې څخه له تیریدونکو قطارونو څخه گټه اخلي. که له یوې خوا دغه قطارونه ناټو ته اکمالات رسوي خو له بلې خو طالبان له همدې قطارونو څخه په میلیونو ډالر تر لاسه کوي او پخپلو عملیاتو کې ئې کاروي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې له امنیتي کمپنیو څخه په میلیونو ډالر تر لاسه کړي دي. هغوی د دې پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې د ناټو پر اکمالاتي قطارونو باندې بریدونه نه کول. که څه هم امریکا د دې کار د مخنیوي له پاره اقدام کړی دئ، خو لا تر اوسه پورې هم په افغانستان کې دا کار کیږي.

طالبان په پاکستان کې هم د ناټو پر قطارونو باندې بریدونه کوي، خو په دې هیواد کې هغوی ته د بریدونو د نه کولو په بدل کې د پېسو د رسیدو ډیر کم رپوټونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو قوماندانانو ویلي دي له هغه وخت راهیسې چې پاکستان د ناټو پر مخ د خپلې پولې د تړلو پریکړه وکړه، د افغانستان په جنوب او ختیځ کې یاغیانو ته کمې پیسې رسیدې. پاکستان د جولای د میاشتې په پیل کې د ناټو پر مخ خپله پوله یو ځل بیا پرانیستله.

په غزني کې د طالبانو یوه قوماندان چې د ۶۰ کسانو مشري پر غاړه لري د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «د ناټو د اکمالاتي قطارونو بندیدو موږ ته ډیرې جدې ستونزې رامنځ ته کړې وې. زموږ عاید ډیر زیات راټیټ شوی وو. له همدې کبله موږ د پلان له مخې خپله جگړه پر مخ نه شوه بیولای.»

د طالبانو یوه بل قوماندان چې د کندهار په ولایت کې د شاوخوا اتیا جنگیالیو مشري پر غاړه لري ویلي دي چې له امنیتي کمپنیو څخه هغوی ته رسیدونکې پیسې، د هغوی د جگړې اصلي تمویلوونکې سرچینه ده.

د طالبانو د دې قوماندان په خبره یاغیان له دغو پیسو څخه د وسلو، مهماتو او نورو ضروري وسایلو د رانیولو په موخه کار اخلي: «موږ په بنډلونو پیسې تر لاسه کوو. له دې کبله د ناتو اکمالاتي لارۍ زموږ له پاره ډیر ارزښت لري.»

د یاغیانو دغو دواړو قوماندانو له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي. هغوی همداراز دا هم مشخصه کړې نه ده چې د ناټو د هرې اکمالاتي لارۍ په مقابل کې څومره پیسې تر لاسه کوي.

د متحده ایالاتو د تیر کال د یوه څیړنیز رپوټ په حواله د امریکایي مالیه ورکوونکو شاوخوا ۳۶۰ میلیونه ډالر طالبانو، جنایت کارانو او دلالانو ته رسیدلي دي. د امریکا پوځ ویلي دي چې د ۳۶۰ میلیونو ډالرو یوازې څو سلنه طالبانو او د یاغیانو نورو ډلو ته رسیدلي دي، خو د دغو پیسو څو سلنه هم په میلیونو ډالر کیږي چې کیدای شي د اوږدې مودې له پاره د طالبانو جگړه تمویل کړي.

د متحده ایالاتو پوځ د یوه دلال په هکله څیړنې کړي دي. دغه سړي یوه خصوصي امنیتي کمپنۍ لرله او طالبانو ته ئې وسلې رسولې. دغه دلال د متحده ایالاتو له یوه قراردادي څخه پیسې تر لاسه کولې. هغه له دوو کلونو څخه په کمه موده کې شاوخوا ۸.۵ میلیونه ډالر د پیسو د استولو یوه ناقانونه شرکت ته ورکړي دي. دې شرکت د یاغیانو د پیسو د استولو کاروبار کاوه.

په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د کانگریس له خوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي وو چې د امریکا قراردادیانو په افغانستان کې سیمه ییزو قوماندانانو ته په لسگونه میلیونه ډالر ورکړي دي چې د هغوی د اکمالاتي قطارونو ساتنه وکړي. د رپوټ په حواله د دغو پیسو یوه برخه طالبانو ته رسیدلې ده.

تیره میاشت د متحده ایالاتو پوځ له نوو کمپنیو سره د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت قراردادونه وکړل. پوځ ادعا کوي چې دغو کمپنیو یاغیانو ته د پیسو د رسیدو امکانات کم کړي دي. په افغانستان کې د امریکا د فساد پر ضد ادارې مشر ریچارد لنگو، وایي: «زه فکر کوم چې دا به ساده توب وي که ووایو چې یاغیانو ته هیڅ پیسې نه رسیږي. زه فکر کوم چې اوس هم یاغیانو ته پیسې رسیږي.»

که څه هم دغه امریکايي چارواکی دا خبره مني چې یاغیانو ته اوس هم امریکايي پیسې رسیږي خو د هغه په خبره له نوو تړونونو سره د دغو پیسو اندازه راکمه شوې ده.

متحده ایالاتو پر پاکستان باندې فشار واچاوه چې د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندې خپله پوله پرانیزي. کله چې پاکستان خپله پوله تړلې وه پر امریکا باندې هره میاشت د اکمالاتو له کبله ۱۰۰ میلیونه اضافي مصرف راتئ.

د طالبانو دواړو قوماندانو ویلي دي چې د پاکستان له لارې د امریکا د اکمالاتو له بیا پیلیدو سره به هغوی بیا د هرې لارۍ پر سر د پیسو د تر لاسه کولو ادعا وکړي:

«کله چې دغه لارۍ له یوې سیمې تیریږي موږ ورڅخه پیسې اخلو. که هغوی پیسې را نه کړي، اکمالات خپل وروستي هدف ته نه رسیږي او یا هم ورباندې سخت بریدونه کیږي.»

په غزني کې د طالبانو قوماندان ویلي دي: «موږ اووه میاشتې انتظار وایست چې دغه پوله پرانیستل شي او زموږ عاید بیرته نورمال شي. اوس د دې پولې له پرانیستل کیدو سره، زموږ کارونه په عادي ډول پر مخ روان دي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم