1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناټو به استوگنځایونو ته څیرمه بریدونه نه کوي»

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه

د افغان ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د شنبې په ورځ له ولسمشر سره په لیدنه کتنه کې د ناټو ځواکونو قوماندان ژمنه کړې ده چې په راتلونکي کې به د استوگنې په ځایونو کې بریدونه نه کوي.

https://p.dw.com/p/15Ba5
انځور: dapd

خبر پاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې ناټو به نور استوگنځایونو ته څیرمه هوایي بریدونه تر سره نه کړي. دا خبره وروسته تر هغې کیږي چې د چهارشنبې په ورځ په لوگر کې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۱۸ تنه ملکي وگړي ووژل شول.

د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا د شبنې په ورځ «د ۱۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې نهمه» په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر راین کروکر، او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سره ولیدل. خبر پاڼه زیاتوي چې ولسمشر په دغه لیدنه کتنه کې وویل چې دغسې بریدونه د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون د «متن او روح» څخه سرغړونه ده.

دغه خبر پاڼه وړاندې زیاتوي: «د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الین یو ځل بیا په رسمي توگه له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه د لوگر ولایت د برکي برک، په ولسوالۍ کې د ملکي وگړو د وژل کیدو له امله بخښنه وغوښته او ژمنه ئې وکړه چې په راتلونکي وخت کې به ایتلافي ځواکونه د استوگنې پر ځایونو باندې د بریدونو څخه ډډه وکړي.»

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الین، د جمعې په ورځ لوگر ته سفر وکړ او د دغې پیښې له امله ئې بخښنه وغوښته. هغه په خپلو خبرو کې د دې ژمنه کړې وه چې د نوموړې پیښې د رامنځ ته کیدو اصلي لامل به وڅیړي.

ناټو په لومړي سر کې په خپل یوه رپورټ کې ویلي وو چې ایتلافي او افغان ځواکونه چې د طالبانو د نیولو په موخه ئې عملیات تر سره کول د وسله والو له خوا تر برید لاندې راغلل او تر هغې وروسته بیا د هوایي ځواک مرسته وغوښتل شوه. په دغه رپورټ کې دا هم ویل شوي وو چې په دغه برید کې دوه میرمنې سرسري ټپي شوي دي او یو شمیر یاغیان وژل شوي دي.

خو کله چې بیا وروسته د دغه کلي اوسیدونکو په برید کې د وژل شوو ښځو او ماشومانو جسدونه ښکاره کړل نو ناټو وویل چې د پیښې د پلټنې امر ئې ورکړی دئ. په وژل شوو کسانو کې د کورنۍ د مشر په شمول نهه ماشومان، پنځه ښځې او درې تنه نور سپین ږیري شامل وو.

تیره ورځ د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وویل چې دغه هوایي برید یو اړخیزه پریکړه وه او د افغان ځواکونو د همغږې پرته تر سره شوی دئ. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې زیاته کړه چې افغان ځواکونو دغه کور محاصره کړی وو او که چیرې د لږ زغم څخه کار اخیستل شوی وای نو دغه عملیات د هوایي برید پرته هم تر سره کیدای شو او په دې کار سره به د ملکي وگړو ژوند ژغورل شوی وای. فیضي وویل:

«که چیرې د افغانانو پر کورونو بمباري ادامه ولري، نو دې ته به د سرغړونې او تیري په توگه وکتل شي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم