1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو به د مهاجرو د مخنیوي ماموریت مدیترانې ته هم وغځوي

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د ایټالیې د دفاع وزیر روبرتا پینوټي، ویلي دي چې دری میاشتې وروسته به له لیبیا څخه ایټالیې ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي له پاره د ناټو(شمالي انتلاتیک دفاعي تړون) سمندري ماموریت په مدیترانه کې هم پيل شي.

https://p.dw.com/p/1IcMu
انځور: DW/D. Pelz

فرانسې خبري آژانس (AFP) د ایټالیې له پلازمېنې روم څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله ویلي دي چې د ایټالیې د دفاع وزیر روبرتا پينوټي دغه خبرې نن (اپریل میاشتې ۲۵) له یوې سیمه ېېزې ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال کړې دي.

د روبرتا پينوټي، په وینا د روم چارواکي هیله من دي چې د جولای میاشتې په اوومه به په وارسا کې د ناټو غړو هیوادونو په سرمشریزه کې دغه ماموریت تائيد شي.

د ناټو دغه سمندري ماموریت د ایټالیا پر لور په خطر لرونکو سمندري لارو د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي او اقتصادي مهاجرو د بیرته خپلو هیوادونو ته د استولو ماموریت یوه برخه ده.

د ایټالیې د دفاع وزیر زیاته کړی ده: «موږ وړاندیز کړی دی چې د ناټو له خوا د مدیترانې په ختیځ کې د ترهگرۍ ضد روان ماموریت دې د لیبیا تر ساحلونو پورې وغځوي. د تیرې سرمشریزې پر مهال د ناټو سکرتر جنرال ستولتنبرگ ماته ویلي وو چې زموږ وړاندیز ته هرکلۍ ویل کیږي.»

د فرانسې خبري آژانس خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر کوم وخته پورې به د دغه وړاندیز تائيدیدل ممکن شي؟ وویل: «زه باور لرم چې د جولای میاشتې په ۷ د ناټو د سرمشریزې پر مهال به دغه وړاندیز تائيد شي او په عاجل ډول به په مدیترانه کې د ناټو سمندري ماموریت پيل شي.»

ناټو لا د پخوا څخه د ترکیې او آلمان په غوښتنه په آژه سمندر کې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندی ماموریت پيل کړی دی چې ډیر مثبتې پایلې یې لرلي دي.

خو د ترکیې او یونان د روان ماموریت برعکس د لیبیا د ساحلونو ماموریت ډیر ستونزمن ثابتیدلې شي چې اساسي دلیل یې د لیبیا کړکیچن وضعیت دی.

په لیبیا کې د داعش سربیره څو سیمه ېېز ملیشه او ترهگرې ډلې فعاله دي. په داسې یو وضعیت کې په اروپا کې د پناه ترلاسه کولو خواهش درلودونکو مهاجرو لیبیا ته بیرته د استولو پریکړه به، ترکیې ته د بیرته استولو تړون په پرتله ډیره شخړیزه وي.

پینوټي وویل چې «خپلو هیوادونو ته د مهاجرو د بیرته ستنولو له پاره د ناټو مرستې ته اړتیا لرو. د آژه سمندر د ماموریت په ترڅ کې مهاجر ترکیې ته استول کیږي چې هغه پخپله د ناټو غړې ده او موږ هم ورسره مرسته کوو. خو د لیبیا وضعه بیا بل ډول ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب