1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: تر هرڅه د مخه بايد افغان ځواکونه پياوړي سي

۱۳۸۸ شهریور ۲۹, یکشنبه

د ناټو پوځي مشران وايي، د افغانستان د امنيتي ځواک لا پياوړی کول په هغه هيواد کي د ناټو د برياليتوب کيلي ده...

https://p.dw.com/p/Jku6
د ناټو د پوځي مشرانو لومړۍ غونډه وروسته له هغه دایریږي، چي په افغانستان کي د ناټو ترمشرۍ لاندي د آیساف ځواکونه په وروستیو میاشتو کي له ياغيانوسره په خونړيو نښتو کي ښکيل شوي دي
د ناټو د پوځي مشرانو لومړۍ غونډه وروسته له هغه دایریږي، چي په افغانستان کي د ناټو ترمشرۍ لاندي د آیساف ځواکونه په وروستیو میاشتو کي له ياغيانوسره په خونړيو نښتو کي ښکيل شوي ديانځور: picture-alliance / dpa

د ناټو د 28 غړو هیوادونو پوځي مشران پرون د پرتګال د سینترا په ښارګوټي کي سره را ټول شوي ول، چي افغانستان يې د غونډي مهمه اجندا وه. د ناټو پوځي کميتې، چي په هغې کي د غړو هیوادونولوی درستیزان ګډون لري وویل، چي د افغانستان په اردو کي سرمایه ګذاري خورا اهمیت لري.

د هغي کميټې مشر، ایټالوی امیر البحر، ګیام پاولو دی پاولا خبریالانو ته وویل:

«زموږ د پوځيانو په نظر، موږ په دې قانع شوي يو، چي د افغانستان د امینتي ځواکونو پیاوړي کول او په دې برخه کي سرمایه ګذاري د ناټو د عملیاتو لپاره خورا اهمیت لري او د بریالیتوب لپاره لاره پرانيځي.»

دې پاولا، چي د پرتګال، پلازميني لزبن ته نژدې د سینترا په ښار ګوټي کي د ناټو د پوځي کمېټې له غونډي څخه وروسته خبري وکړې، له دې څخه ډه ډه وکړه چي د هغه یو رپوت په هکله تبصره وکړي، چي د ناټو تر مشرۍ لاندي د آیساف د ځواکونو د ستر قوماندان جنرال ستنلي میک کریستل له خوا د افغانستان د حالاتو په هکله په دې وروستیو وختو کي وړاندي شوی دی. امیر البحر،دی پاولا یواځي همدومره وویل:

« موږ تر اوسه پوري پر هغه رپوټ باندي،چي جنرال میک کریستل وړاندي کړی دی، له سياسي او پوځي لحاظه غور کوو.»

د ناټو د پوځي مشرانو لومړۍ غونډه وروسته له هغه دایریږي، چي په افغانستان کي د ناټو ترمشرۍ لاندي د آیساف ځواکونه په وروستیو میاشتو کي له ياغيانوسره په خونړيو نښتو کي ښکيل شوي دي.

د 2001 کال د اکتوبر له اومي څخه را په دېخوا، چي د امريکا متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندي نړیوالوځواکونو افغانستان کي د طالب اورپکو پر خلاف عملیات پیل کړي دي،سږ کال تر بل هر وخت پوري د هغو ځواکونو لپاره خونړی ؤ، څرنګه چی یواځي همدا سږ میلادي کال څه د پاسه 350 بهرني سرتیري په افغانستان کي وژل شوي دي.

د آیساف د پرون ورځي د خبرو له مخه د هغه یو بل سرتیری د افغانستان په جنوب کي په نښتوکي ووژل شو، خو هویت يې بربڼد شوی نه دی. وروستۍ خونړۍ حمله د پنجشنبی په ورځ په کابل کي د هغه ځواک پر ایټالوي سرتیرو وشوه. په دغه چاودنه کی 6 ایټالوي سرتیري او لږ ترلږه لس افغان ولسي وګړي په ځانمرګي برید کي ووژل شول.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل