1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ناټو ته دي اکمالاتي لاره نه خلاصيږي"

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په پاکسان کي د امريکا سفير کيمرون منتر په دې نه دئ بريالی سوی چي د جميعت علما اسلام ډلي مشر مولانا فضل الرحمن په دې قانع کړي چي د ناټو د کمالاتي لاریو پر وړاندي د پاکستان لاره خلاصه کړي.

https://p.dw.com/p/14bPv
انځور: AP

په اسلام اباد كي د امريكا د متحده ايالاتو د سفير كيمرون منتر سره تر ليدو وروسته مولانا فضل ارحمن يوې خبري غونډي ته وويل، چي غواړي له ټولي نړۍ سره ښې اړيكي ولري، خو چي پر اصولو برابري وي.

په پاکستان کي افغانستان ته د ناټو اکمالاتي کتارونو پر بندولو باندي بحث روان دئ. ددغه هيواد مذهبي ډلي پر دې ټينگار کوي چي حکومت ئې بايد د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو لاره خلاصه نه کړي.

د پاکستان مسلم ليگ سياسي ډله بيا د لاري پرانيستل په دې پوري تړي چي امريكا دي د څارګرو الوتكو بريدونه بند كړي.

د پاكستان تحريک انصاف ډله بيا وايي، چي كه دا لاره بيا خلاصه سوه نو د ځانمرګو بريدونو لړۍ به له سره پيل سي. خو د عوامي نيشتل ګوند بيا بېله قيد و شرطه د لاري د پرانيستلو غوښتنه كوي.

مولانا فضل الرحمن د پاكستان د (قامي سلامتيا) له كمېټې څخه هغه وخت ووتئ چي ويل ئې دغي کمېټې په افغانستان کي د مېشتو بهرنيو ځواکونو له پاره اکمالاتي لاريو ته د پاکستان د لاري خلاصولو پريکړه کړې ده. هغه پر دې خبره ټينگ ولاړ دئ، چي په هيڅ ډول به د ناټو د اکمالاتي لاريو پر مخ لاره خلاصه نه کړي.

د تحريك انصاف مشر عمران بيا په پاكستان كي د ځانمرګو بريدونو ترسره كول په دغه لاره پوري تړي او وايي چي ددغي لاري په بندو سره په پاكستان كي ځانمرگي بريدونه لږ سوي دي. هغه دا هم ويلي دي، چي مولانا فضل الرحمن اوس د ناټو پر اکمالاتي کتارونو باندي د لاري بنديدل خپل د سياست يوه برخه گرځولې ده او په دې ډول خپل سياست پر مخ وړي.

د جميعت علما اسلام ډلي وياند ويلي دي چي اصف علي زرداري له مولانا فضل الرحمن څخه په كلكه غوښتنه كړې ده چي د قومي سلامتيا كېمټې په غونډه كي ګډون وكړي:«خو هغه ئې په ځواب كي ويلي دي چي په دې غونډه كي د ده د ګډون كولو پريكړه به د ډلي شورا كوي، دا ئې هم ويلي دي چي د ناټو پر وړاندي لاره پرانيستل د هيواد په ګټه نه، بلكي تاوان ده.»

بلي خوا په پيښور كي د خيبرپښتونخوا ايالت د ستري محكمې قاضي دوست محمد خان وايي چي د ولسمشر، صدراعظم او د پوځ ترمشره پوري هيڅوک هم د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو بندول نه غواړي. د ده په خبره د نړيوالو راپورونو پر اساس په دغه بريدونو كي ترهګر لږ او بې ګناه خلک زيات وژل كيږي.

د سياسي کارپوهانو په خبره، په پاكستان كي دوه حاكيم ګوندونه په مركز كي د پاكستان پيپلز ګوند او په خيبرپښتونخوا كي د عوامي نيشنل ګوند په قبايلي سيمو كي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د بندولو په برخه کي چندان اتفاق نه سره كوي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل