1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ته د اوکراين او ګرجستان شاملېدل اسانه کار نه دی

۱۳۸۷ آذر ۱۴, پنجشنبه

په ناټو کي يو وار بيا د مختلفو لارو پر سر دوه ګروپه جوړ سول. يوې خواته د امريکا متحده ايالات او د ناټو ډير نوي غړي- د پخواني شرقي بلاک هيوادونه او بلي خواته فرانسه او جرمني چي د رسيې په وړاندي د احتياط څخه کار اخلي

https://p.dw.com/p/G9BW
د ناټو عمومي منشي يبديهوپ سخيفر او د روسيې جمهور رييس ديميتري ميدويدف
د ناټو عمومي منشي يبديهوپ سخيفر او د روسيې جمهور رييس ديميتري ميدويدفانځور: AP / PD / DW

خو ناټو ته د اوکراين او ګرجستان د ورشامليدو رسمي ارقام بل ډول ښکاري، او ويل کيږي چي اوکراين او ګرجستان بايد په ناټو کي ځای ولري، او روسيه نسي کولای د هغو سرنوشت ور تعين کي.

همدارنګه ددوی رسمي ګډ نظر هم دادی چي په اوس وخت کي دواړه کانديدان لا د ناټو د غړيتوب دپاره تیاری نلري. اختلافات يوازي ددوی د ممکنه وخت ، او ناټو ته ددوی د ورشامليدو پر شرايطو موجود وه.

خو ددغه رسمي نظر د بيانولو تر شا دناټو د غړو په منځ کي په ناټو کي د اوکراين او ګرجستان د ورشامليدو ژور اختلافات موجود وه. په جرمني کي سياستمداران اوس هم په راحتي سره نفس کاږي،چي ښه دی چي ګرجستان په اګست کي د ناټو غړی نه ؤ. په غير دهغه به نو ټوله ناټو او جرمني هم د روسيې سره په يوه نظامي لانجه کي بند سوي وای.پداسی حال کښي چي ددوی دپاره د ګرجستان جمهور رييس ساکاشويلي ډير سياسي وزن هم نلري.

د اوکراين د ناټو د غړيتوب په مقابل کي روسيې ډير سخت مخالفت وکۍ،ځکه چي دا هم واقعيت دی ، چي لږ تر لږه نيمايي د اوکراين اوسيدونکي خصوصاً د شرقي برخي دا يې په هيڅ صورت د ناټو غړيتوب نه غواړي.دو ی اوس هم په روسيه پوري ځانونه مربوط بولي. د ناټو د غړيتوب پروژه يوازي د اوکراين دجمهوررييس ويکتور يوشينکو لخوا طرحه سوې ده.

په ناټو کي د مختلفو لارو پر سر ځکه دوه ګروپونه جوړسول، چي د دواړو خواوو په علاقه منديو کي هم تفاوت موجود دی. امريکا چي دروسيې څخه ډيره ليري ده، کولای سي پر دغه موضوع باندي په ډيره آرامۍ سره خبري وکي. خو پولينډ او يا د بالتيک نور هيوادونه چي تر جرمني روسيې ته ډير ورنژدې دي،هم عین نظر څرګندوي. چي بيا د جرمني اوددوی تر منځ د روسيې سره يې تاريخي تجربې فرق لري.

اروپايان مجبوره دي،چي د خپل قدرتمند همسايه هيواد روسيې سره ژوند وکي، او د ناټو د غړو هيوادو د خلګو دپاره هم دا پوهیدل پکار دي، چي د چا او کم دولت پخاطر سر کوږ کي،او څه ډول پرابلمونه د ځانونو دپاره جوړوي.