1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: خپلو پوځي عملياتو ته به دوام ورکړو

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

ناټو، د ولسمشر کرزي تر سختو نيوکو وروسته يو وار بيا پر خپل زاړه دريځ چي وايي خپل تهاجمي عمليات به جاري ساتي ټينګار کړی.

https://p.dw.com/p/11S0j
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلوتڅ
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند جنرال بلوتڅانځور: DW

ولسمشر کرزي د سه شنبې په ورځ وويل چي، که بهرني ځواکونه خپلو دغو بريدونو ته دوام ورکړي نو افغانان به هغوی يرغلګر وپيژني او دا تاريخ ثابته کړې چي افغانان د يرغلګرو سره څه کوي.

روانه اونۍ د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کي د دغو ځواکونو په يوه هوايي بريد کي لس تنه ښځي او ماشومان ووژل سول.

په کابل کي د ناټو يوه وياند ويلي چي د افغانستان په نا امنو سيمو کي د دوی عمليات ظروري دي.

په افغانستان کي د ايساف وياند جنرال جوزيف بلوتڅ دويچه ويله ته په خبرو کي وويل چي د دوی پوځي او چاڼيزعمليات به د افغان ځواکونو سره په همږغۍ کي دوام کوي.

د ناټو د عملياتو پر مهال ولسي مرګ ژوبلي اوس د عامو افغانانو او حتي د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سخته غوسه را پاورلې ده.

په کابل کي د ايساف وياند وايي چي دوی د کرزي له انديښنو خبردي او هغه پر ځای بولي. هغوی وايي، چي اوس مهال تر ډيره ځايه د عملياتو مشري د افغان ځواکونو په غاړه وي.

د هغه پوښتني په جواب کي چي، څنگه کيدای سي د ولسي وگړو د مرگ ژوبله مخه و نيول سي؟ بلوتڅ وويل، په اوسنيو شرايطو کي د ايساف ټولو سرتيرو ته امر سوی، چي د امکان تر حده په هغو سيمو کي عمليات او بريدونه بند کړي، چي ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو احتمال موجود وي.

جنرال بلوتڅ وايي، ترهګر معمولاً د هغوسيمو څخه د ايساف پر عسکرو بريدونه کوي، چيري چي ولسي خلک ژوند کوي. خو د دوی سرتيري تر هغه په ځوابي بريد لاس نه پوري کوي چي د مرګ له ګواښ سره نه وي مخ سوي.

په داسي حال کي چي ټاکل سوي تر راتلونکو دريو اونيو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږد پروسه پيل سي، د ناټو وروستيو بمباريو د افغان حکومت د صبر کاسه ډکه کړې ده.

د پوځي چارو ماهرين په دې اند دي چي افغان ځواکونه په هيڅ صورت کي په اوسني حال کي د بهرنيو ځواکونو له ملاتړ پرته د خپل ملک امنيتي ګواښونو سره د مقابلې جوګه نه دي.

ځکه نه د هغوی هوايي ځواک پر خپلو پښو ولاړ دی او نه هم درانه توپونه او ټانکونه په واک کي لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل