1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو خپل پوځي هوایي ډګرونه افغان حکومت ته سپاري

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

ناټو خپل اته پوځي هوایي ډګرونه چې ارزښت یې دوو میلیاردو ډالرو ته رسیږي افغان حکومت ته سپاري. دا له یوې خوا کیدای شي په افغانستان کې د هوا نوردۍ له سکتور سره مرسته وکړي او له بلې خوا افغانستان ته سیلانیان جذبولای شي.

https://p.dw.com/p/1GOR8
انځور: DW/Behzad

داود سلطان زوی د دغې پروژې مشري پر غاړه لري. هغه وایي دغه هوایي ډګرونه چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې دي، دغه هیواد به په دننه کې سره ونښلوي. هغه زیاته کړې ده چې په راتلونکې کي به د همدې ډګرونه په مرسته به د «وریښمو لارې» له جوړولو سره مرسته وکړي چې افغانستان له سویلي اسیا، مرکزي اسیا او د نړۍ له نورو برخو سره نښلوي.

ستانکزی وایي: «د دې په مرسته په اسیا کې میشت یو میلیارد انسانان کې ډیر سیلانیان شته چې ور سره تړلی کاروبار به هم رونق ومومي او د کارګو لیږد، صادراتو او وارداتو کچه به هم لوړه شي.»

خو داسي اندېښنې شته چې طالب یاغیان کیدای شي له دغو هوایي ډګرونو څخه پورته کیدونکې الوتکې نخښه کړې، خو چارواکي بیا ټینګار کوي چې طالبان اوس د دغه شان وړتیا نه لري.

جنرال تود سیمونیت، چه له افغان امنیتي ځواکونو سره د مالي مرستو بهیر څاري وایي چې دغه پریکړه د ولسمشر غني د حکومت د کار تر پیلیدو وروسته له دې کبله چې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړل شي وشوه. هغه وایي چې په لومړي سر کې د دغو هوایي ډګرونو د تړلو په اړه فکر کیدی.

اوس پر دغو هوایي ډګرونو کار روان دی، څو هغه ملکي استفادي ته چمتو شي او وروسته بیا په یوه ځانگړې پروسه کې افغان حکومت ته وسپارل شي.

د افغان حکومت او امریکا تر منځ تړون له مخې یوازي هغه هوايي ډګرونه بايد افغان حکومت ته وسپارل شي چې پرمختللې وي. نور په لیریو سیمو کې پراته هوایي ډګرونه به ویجاړ شي، څو یاغیان استفاده نه ځنې وکړي.

په تیرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان د هوا نوردۍ سکتور د پام وده کړې ده خو اوس هم ستونزي ډیري دي. په دې هیواد کې اوس ۲۷ هوایي ډګرونه شته چې یوازي څلور يې نړیوال دي. د چارواکو په خبره په افغانستان کې هره اوونۍ ۱۳۰ نړیوال او کورنۍ پروازونه کیږي.

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ د نتظیم ادارې ویاند قسیم رحیمي، وایي چې د دغې ادارې د کار له پیلیدو سره په افغانستان کې په ملکي هوانوردۍ کې ډیر نظم او پر مختګ شوی.

اوس په افغانستان کې هره میاشت ۴۵۰۰۰ مسافر له یوې سيمي څخه بلي ته په الوتکو کې سفر کوي. په ۲۰۱۳م کال کې د دغو مسافر شمیر ۱۲۰۰۰ وو. تیر کال د هوا نوردۍ سکتور په افغانستان کې دوه میلیارده ډالر ګټه وکړه او چارواکي وایي چې ښايي سږ کال د دې سکتور په ګته کې ۲۵ سلنه ډېرښت راشي.

خنډونه

خو ښايي د دغه ستکور پر وړاندي خنډونه هم زیات وي. د بیلګې په توګه افغان حکومت په ۲۰۱۶م کال کې د هوايي ترافیک د کنترول چارې له ناټو څخه په خپل لاس کې اخلي. خو څارونکي اندېښنه لري چې له دې سره کیدای شي اداري فساد هم ډیر شي.

د افغانستان د هوانوردۍ او ترانسپورت پخوانی وزیر داود علي نجفي وایي: «که هوایي ډګررونه افغان چارواکو ته وسپارل شي نو کیدای شي چې اداري فساد هم ډېر شي.»

پر دې سربیره بله ستونزه د مسلکي کسانو روزنه ده. چارواکي فکر کوي چې افغانانو ته د هوایي کنترول له سپارلو سره کیدای شي چې مسلکي کسان د لوړو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه له افغان حکومت سره کار پریږدي.

خو پر ټولو ستونزو سربیره بیا هم کارپوهان په دې باور دي چې افغانانو ته د هوایي ډګرونو په سپارلو سره به د دې هیواد په اقتصاد کې وده رامنځ ته شي.