1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو دمارجې دپوځي عملياتو دنتايجو څخه خوشاله ده

۱۳۸۸ اسفند ۱۳, پنجشنبه

داطلس ددفاعي تړون ، ناټو لوی منشي اندرز فوګ راس موسن دغه خبره پرون په برکسل کي کړې ،او ويلي دي چي دتند لارو طالبانو پر ضد کوم پوځي عمليات چي دهلمند دمارجې په ولسوالۍ کي

https://p.dw.com/p/MJPd
انځور: AP

د ناټو او افغان پوځي ځواکونو له خوا په ګډه پيل شوي ، تر اوسه په پوره بريالتوب سره تر سره شوي دي . راس موسن ددغه عملياتو ستر برياليتوب داګڼي چي وايي دغه سيمه چي پخوا دطالبانو ستره هډه بلل کيده له هغوي څخه نيول شوي او په مارجه کي پوځي عمليات په افغانستان کي دناتو دنوي ستراتيزي لمړي آزموينه ده . او په دغه عملياتو کي زمونږ بريا ددي نښه بلل کيږي چي دافغانستان دپاره دناتو نوي ستراتيژي يوه سمه او بريالي ستراتيژي ده .

په دغه عملياتوکي دناتو تر قومانداني لاندي نړيوال سوله ساتونکي ځواکونه دافغانستان دعسکرو سره په ګډه چي دټولوعسکرو شمير 15000 ته ، د فبروري دمياشتي په 13 نيټه دمارجي په سيمه کي دطالبانوپه مقابل کي ګډ تعرضي عمليات پيل کړي . او هسي چي دناتو لوي منشي راسموسن وايي ، په هلمند يا مارجه کي زمونږ لمړي عمليات لمړي آزموينه وه ، خو دا به آخرني آزموينه نه وي . او زه له افغانانو سره ددي ژمنه کوم چي دوي به په همدي روان کال کي دناتو دنوي ستراتيژي په چوکاټ کي به نورو سيمو کي هم دغه راز برياوي تر لاسه کړي .

په افغانستان کي دناتو دپوځي روزني دماموريت سروال امريکايي جنرال ويليم کالدويل وايي چي : په مجموعي ډول سره که کتل شي په دغه عملياتو کي افغان عسکرو خپل ښه درايت او توانمندي ښودلي .او له دي امله نوي اميد واري پيدا شوي دي . په تيره بيا په دغه عملياتو کي دافغانستان کوماندويي واحدونو خپل عمليات په پوره بريالياتوب سره تر سره کړيدي .

دتير کال ددسمبر دمياشتي څخه را پديخوا په افغانستان کي دعسکرو او پوليسو دستخدامولو په چارو کي ډير پرمختوګونه راغلي دي . نو له همدي امله ددي اميدواري شته چي د 2011 ميلادي کال تر پايه پوري په افغانستان کي 305000عسکر او پوليس وروزل شي . چي په دي صورت کي به له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو دپاره چي په روان وخت کي يي شمير سلو زرو ته رسيږي ،امکانات برابر شي . خو دلته داخبره هم ديادوني وړ ده چي به افغانستان کي نورو زياتو روزونکو ته اړه شته په روان وخت کي دروزونکو شمير 3300 ته رسيږي . او لږ تر لږه 1900 نورو روزنکو ته هم اړه شته . دناتو غړيو هيوادونو په تيره اوني کي ددي ژمنه کړي چي دوي به 541 نور روزونکي افغانستان ته واستوي . په

پاي کي دناتو لوي منشي راسموسن وايي چي دمارجي عمليات ناکامه عمليات نه بلکي يو لمړي ګام او آزموينه وه دنورو ګامونو داخيستلو دپاره .

Dpa / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري