1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو دملګروملتو دکارکوونکوپر وتلو انتقاد کړی دی

۱۳۸۸ آبان ۱۵, جمعه

دافغانستان د خطرناکوسيموڅخه دملګروملتو دکارکوونکوپر موقتي ايستلوباندي دناټو دځواکونومشرتابه سخت انتقادکړيدی . په هاليندکي دناټوځواکونوداوپراتيفي کندک قومندان جنرال اګون رامز ويلي دي

https://p.dw.com/p/KQB8
د ناټو عمومي منشي راسموسن
د ناټو عمومي منشي راسموسنانځور: AP

«چه زه ددې کاره څخه خوښ نه يم . دوی د خپلو کارکونکوپه ايستلوسره هيڅ نوع کاميابي نسي ترلاسه کولای . » دغه د ناټو د71000بين المللي سرتيرو مسؤل لوړپوړي جنرال ،په افغانستان کښي ديوناما، اودملګروملتواداره پدې تورنه کړې ده ، چه په افغانستان کي دملکي برخي په پراختياکي پاته راغلي دي .

جنرال رامز دجرمني د ناردرهاين اوستفالن په ولايتونوکي دخبريالانوپه مخکي وويل ،

«په افغانستان کي دنظاميانواودبيارغوني دټيمونوترمنځ دهمکارۍ دروحيې برابرول يولويی اوسخت کار دی . » رامزوويل چه داټکی دامنيت اوثبات په راوستوکي هم مهم رول لري . دده په ويناچه په موقتي ډول ديونامادکارکوونکوايستل دافغانستان د يوشميرسيموڅخه هم کيدای سي چه دهمکارۍ پرروحيه بده اغيزه وکړي . ده پدې لار کښي دافغانستان دخلګوهمکاري دناتواودملګروملتودبيارغوني دټيمونوسره ډيره ضروري وبلله .

دده په وينا په 2005ميلادي کال کي80%افغانان دناتودماموريت طرفداره وه ، ولي اوس دغه رقم 25%فيصدوته راکښته سويده . رامزوويل چه وخت او زمان زموږ پر خلاف څرخي .

په کابل کي دملګروملتوپرميلمستون باندي د مرګوني بريدونو له کبله ،ملګري ملتونه غواړي خپل کارکونکي دافغانستان د خطرناکو سيموڅخه موقتأ راوباسي .

طالبان بيا دا خپله کاميابي بولي چه ګواکي په يوه حمله سره مو خارجيان د افغانستان څخه وايستل .چه پدې ترتيب سره نوروته هم دايواخطار دی .

هغه کوچنۍ خيريه ټولني چه دملګروملتو دټولنو په مقايسه په افغانستان کي د لږوامنيتي امکاناتودرلوونکي دي ،دوی بايدچه اوس د ډيرجرات څخه کارواخلي .

په افغانستان کي دملګروملتونوخاص استازي کای ايده ويلي دي، موږ د افغانستان څخه دخپلوکارکوونکوپرايستلوکومه خبره نه کوو ، اوزموږ موقتي په شا تګ په افغانستان کي زموږ پرفعاليتونوباندي کومه منفي اغيزه هم نه کوي .

په لندن کي دانډيپينډينت اخبارپه خپله ننۍ ګڼه کي ليکلي دي ،چه په افغانستان کي دملګروملتو دپنځوتنوکارکوونکووژل هم دادليل نسي کيدلای چه ملګري ملتونه دي د افغانستان څخه خپل کارکوونکي وباسي .

اخبارليکي دافغانستان جنګ دعراق دجنګ په شان يوانتخابي جنګ ندي ،پښتني سيموکي اوس هم دنړۍ دتروريستي ډلوشبکي موجودي دي

او هغه څوک چه د افغانستان څخه دغربي نظاميانودوتلوهيلي لري ،هغوی بايد يوازي په دې باندي اکتفأ ونه کړي . هغوی بايديو عملي الترناتيف پيشنهاد کي، ترڅوپه هغه سره دبريتانيا امنيت وساتل، او دنړۍ يود باثباته سيموڅخه واوسي .

د بلي خوادسره صليب نړيواله ټولنه غواړي چه په افغانستان کي خپلو بشردوستانه خدمتونو ته ادامه ورکي .په ژنيوکي سايمون شارون دسره صليب دنړيوالي کميټي وياند ويلي دي چه موږهيڅ کومه داسي طرح نه لروچه ياد افغانستان څخه ووزو اوياهم خپلي ستراتيږۍ ته تغيرورکړو.

Dpa/ ابراهيم خيل ، حکمت الله اسلمي

کتونکي : محمد قاسم نوري