1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د اروپا په ختيځ کي قدرت ښيي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه

د «نېزې څوکه» په نوم د ناټو نوي ځانګړي پوځي واحدونه خپله وړتيا ښيي. په اول وار به په ختيځه اروپا کي تر شلو زرو زيات عسکر ځای پر ځای سي. تنقيد کوونکي وايي دا به روسيه په غوسه کړي.

https://p.dw.com/p/1Fj9K
انځور: Reuters/Agencja Gazeta/F. Mazur

د پنجشبنې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۱۸نېټه) د پولېنډ هيواد په زاګان سيمه کي د ناټو د ځانګړو چټکو پوځي واحدونو تمرينات تر سره کيږي. په دغو نظامي تمريناتو کي تقريبا۲۱۰۰ ځانګړي عسکر برخه اخلي چي د ناټو د «نېزي څوکه» په نوم ځانګړي قوې برخه دي.

دغه قوه په لږ وخت کي د چټک غبرګون ښودلو له پاره جوړه سوې ده. د پولنډ په خاوره کي تر سره کېدونکو دغو تمريناتو کي د ناټو عمومي منشي ينس شټولټنبېرګ او د ناټو د غړو څلورو هيوادونو د دفاع وزيران هم حضور لري. د آلمان د فاع وزيره اروزلان فون ډېر لاين هم ورغلې ده.

په دغو مانورونو کي چي د بېلابيلو ټانکونو او درنو وسلو څخه کار اخيستل کيږي، د آلمان پر۲۰۰۰ عسکرو سربيره د ناټو د نورو ۸ غړو هيوادونو عسکر هم ګډون لري.

د ناټو دغه ځانګړی د چټک غبرګون ځواک د اوکراين د لانجې په غبرګون کي جوړيږي. د پلان له مخي بايد د ياد ځانګړي ځواک عسکر بايد د دې جوګه وي چي د اړتيا په صورت کي له دوو څخه تر څلورو ورځو په ترڅ کي په کړکېچنو سيمه کي ځای پر ځای سي.

امريکا هم پر پوځي مقرونو غور کوي

په پولنډ کي د ناټو پوځي مانورونه له روسيې سره د نوو اختلافاتو په ترڅ کي تر سره کيږي. د «نیويارک ټايمز» ورځپاڼي د يو راپور پر اساس د امريکا متحد ايالات پر دې غور کوي چي په ختيځه اروپا کي د ټانکونو او درنو وسلو په شمول ۵۰۰۰ عسکر ځای پر ځای کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دوې ورځي دمخه مسکو ته نزدې د يوه پوځي نندارتون په پرانيستونکې وينا کي اعلان وکړ چي د دغه هيواد د اټومي ځواک په اختيا رکي به د روان کال تر پايه پوري ۴۰ داسي قاره ويشتونکي توغندی په اختيار کي ورکړي چي اټومي سرگلولې لېږدوي او ډېر پرمختللي رادارونه ئې کشفولای نه سي.

د ناټو عمومي منشي ينس شټولټنبېرګ له آلمانۍ ورځپاڼي «ډي وېلټ» سره په مرکه ويلي دي چي په ناټو کي د آلمان مخ پر زياتېدونکی رول ډېر مهم دی. هغه ويلي دي: «زه د دې هرکلی کوم چي آلمان په ناټو کي په مخ پر زياتېدونکې توګه مخکښي کوي. دا د دې څرګندويي کوي چي آلمان د يو مخکښ هيواد په توګه خپل کردار څومره جدي نيسي.» د شټولټنبېرګ په وينا د ناټو د چټک غبرګون ځواک په چټکتيا کي د آلمان رول ډېر مهم وو.»

شټولټنبېرګ يووار بيا پر دې ټينګار کړی دی چي ناټو له روسيې سره مخامخ کېدني او ټکر ته ليوالتيا نه لري. هغه په زاګان کي ويلي دي: «موږ د وسلو نوې سيالي نه غواړو. خو د هغه باوجوده ناټو بايد قوي اوسي.» د هغه په وينا ناټو به تر دې وروسته هم د خبرو اترو او همکارۍ لاره تعقيب کړي خو نه د کمزورۍ پر بنسټ.

«له روسيې سره له تړونه سرغړاوی نه دی»

د ناټو عمومي منشي ويلي دي چي د ياد تړون د غړو هيوادونو د دفاعي چارو وزيران به په راتلونکې اونۍ کي په ختيځه اروپا کي کي د پوځي تجهيزاتو او عسکرو پر ځای پر ځای کولو غور وکړي. د هغه په وينا په دې تړاو د تېر کال په سپتمبر کي د وېلز په کنفرانس کي توافق سوی وو.

د ناټو تر ټولو لوړرتبه قومندان فيليف بريډلو له آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر الګيمانه» سره په خبرو کي دا خبره واضح کړې ده چي په ختيځه اروپا کي د ناټو د دغو عسکرو ځای پر ځای کول د ناټو او روسيې د دوسيې په نوم تړون سره په ټکر کي نه دي.

د بريډلو په وينا دغه ځای پر ځای کېدنه د ۱۹۹۷م کال د تړون د مادو څخه په دې دليل سرغړونه نه ده، چي د دغو عسکرو ډېر ئې پر يوه ځای نه ځای پر ځای کيږي، بلکي پر څو سيمو ويشل کيږي.

خو د آلمان د اپوزيسيون سياستوال د ناټو دغه اقدام د روسيې لمسول گڼي. د آلمان د کيڼ ګوند د پارلماني مشر مرستيالي زارا واګنکنېشت ويلي دي: «د روسيې دا اعلان چي د خپلو اټومي وسلو په زېرمه کي به د توغنديو شمېر زيات کړي، په ختيځه اروپا کي د لوېديځ له خوا د درنو نظامي تجهيزاتو د مستقر کولو د اعلان غبرګون دی.»

د واګنکنېشت په وينا يوه يو لمسون بل لمسون ته لاره اواروي. د هغې په وينا «دغه کار په ټوله اروپا کي د سولي له پاره يو لوی ګواښ دی.»

په پولند کي د ناتو پوځي مانورونه
په پولند کي د ناتو پوځي مانورونهانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld