1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ناټو د اسامه تر مړيني وروسته هم په افغانستان کي پاتيږي"

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د اسامه د مړيني وروسته د دي ګونګوسي چي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وزي ډيري سوي وي خو د ناټو مشر يو واربيا ویلي چي ځواکونه به په افغانستان کي پاته سي ، ځکه چي نړيوال تروريزم لا په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

https://p.dw.com/p/11BwR
اندریس فوغ راسموسن
اندریس فوغ راسموسنانځور: AP

که څه هم د القاعدې د تروريستي شبکې د مشر، اسامه بن لادن، د مړيني وروسته داسي ګونګوسې دي چي نړيوال ځواکونه دي د افغانستان څخه ووزي خو د ناټو مشر اندريس فوګ راسموسن، وايي چي دغه ځواکونه به په افغانستان کي پاته سي او خپل ټاکل سوي هدفونه به په دغه هيواد کي ترلاسه کړي.

راسموسن د يکشنبې په ورځ دغه خبره په داسي حال کي وکړه چي د ناټو پر غړو دولتونو د هري ورځي په تيريدوسره عامه فشار د ډيردو په حال کي دی. ترڅو د افغانستان څخه د دغه سازمان ځواکونه بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

د يکشنبې په ورځ، فاکس نيوز سره په مرکه کي راسموسن وويل چي د القاعدې د مشر وژنه د متحده ايالاتو او نړۍ لپاره يوه ډير لويه لاس ته راوړنه ده. خو نړيوال ترورزم د اسامه د مړيني سره په بشپړه توګه له منځه نه دی تللي.

«نړيوال تروريزم لا اوس هم زموږ د هيوادونو په وړاندي خطر ايجادوي.»

راسموسن همداراز زياته کړه چي نړيوال ځواکنه به د هغه مهال ويش له مخه چي پخوا جوړ سوی، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د سپارلو لړۍ پيل کړي چي تر 2014 کال پوري په بشپړه سي.

کله چي بهرني ځواکونه افغانستان ته ولاړل د هغوی لومړی هدف د اسامه بن لادن وژنه وه. اوس چي د افغانستان د جګړې څخه لس کاله تير سوي او بن لادن هم په پاکستان کي ووژل سو، امريکايي قانون جوړونکي غواړي چي د دغه هيواد ځواکونه ژر تر ژره د افغانستان څځه ووزي.

د متحده ايالاتو په سنا کي د دواړو ګوندونو ځيني غړي غواړي چي داسي يو قانون جوړ کړي، چي په ترځ کي يې د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو يوه ستراتيژي جوړه کړي. خو ښايي دغه د قانو طرح په سنا کي د ډير شمير سناتورانو د تاييد وړ و نه ګرځي.

د امريکا د سنا پياوړي سناتور، جان کيري، د CBS تلويزيون سره په مرکه کي وويل چي ، د امريکا د متحده ايالاتو کانګرس بايد پر دې خبره هم فکر وکړي چي ايا د امريکا متحده ايالات کولای سي، چي په لږ شمېر عسکرو سره په افغانستان کي خپلو ټاکل سويو هدفونو ته ورسيږي که نه.

دا په داسي حال کي ده، چي د جمعې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګېټس، وويل چي د القاعدې شبکې د مشر مړينه کيدای سي په سيمه کي ډيري مهمي اغيزې پريږدي.

ده زياته کړه چي د اسامه مړينه به د طالبانو او القاعدې تر منځ اړيکي لا خړي کړي. دا په داسي حال کي ده چي ده پخوا ويلي وه چي لا وختي دی چي په افغانستان کي د اسامه د مړيني د اغيزو په اړه خبري وسي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: احمد ولي اڅکزى