1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د اسامه د مړيني وروسته هم په افغانستان کي پاته کيږو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

ناټو نن وويل چي په افغانستان کي د دوی دندي به د القاعدې د مشر، اسامه بن لادن، د وژولو سره ختمي نسي. دا په داسي حال کي ده چي د اروپايي هيوادونو پر دولتونو فشار ډيرسوی ترڅو خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/117jp
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسنانځور: dapd

د نړي مشرانو په پاکستان کي د اسامه بن لادن د وژلو په هکله خوښي څرګنده کړه خو دوی دا خبر هم په واروار وکړه چي دغه لاس ته راوړنه د تورورزم د له منځه وړولو په معني نه دي او د تروريزم په وړاندي نړيواله جګړه لا نه ده ختمه سوې.

د ناټو سرمنشي، اندريس فوگ راسموسن، وويل: «تر هغه وخت چي، تروريزم نړيوالي ټولني ته خطر منځ ته راوړي، ناټو به يې په وړاندي ولاړه وي. د ناټو غړي به ځان په دې خبره مطمين کړي چي افغانستان يو ځل بيا د تروريستانو لپاره په يوې اډي بدل نسي. موږ غواړو چي افغانستان په سولي او آرامي کي پرمختګ وکړي.»

څه نا څه 140000 د ناټو ځواکونه په افغانستان کي د امريکا تر مشري لاندي د تروريزم او طالبانو په وړاندي په جګړه اخته دي. دا په داسي حال که ده چي په اروپايي هيوادونو کي پر دولتونو عامه فشار د هري ورځي په تيريدو سره د ډيريدو په حال کي دی.

ناتو به په روان کال کي افغان چارواکو ته د امنيتي چارو د سپارلو لړي پيل کړي چي تر 2014 کال پوري به بشپړه سي او تر دغه کال پوري به په افغانستان کي د ناټو پوځي عمليات پای ته ورسيږي.

په پاريس کي د ستراتيژيکو څيړنو بنياد ته ځانګړي مشاور، فرانسيسس هيزبورګ، وايي چي د اسامه د مړيني څخه وروسته به په اروپايي هيوادونو کي د افغانستان څخه د سرتيرو د بيرته غوښتلو غوښتني لا ډيري سي. هغه وويل: «که موږ د وتلو د لاري په لټون کي يو، نو همدا اوس يي وخت دی که نه نو بيا به داسي موقع لاس ته رانسي. د افغانستان عمليات د اسامه د نيولو او يا هم وژلو په خاطر پيل سوي ول. اوس چي اسامه بن لادن وژل سوی، په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د شتون توجيح کول ډير سخت کار دی.»

خو د ناټو چارواکي وايي چي په افغانستان کي د دوی شتون، د امنيت او ثبات د رواوستلو په خاطر دی او يوازي د القاعدې شبکې له منځه وړل د دوی د عملياتو هدف نه دی.

د ناټو يو چارواکي وويل: «په افغانستان کي زموږ شتون د يو خاص سړي د له منځه وړلو په خاطر نه دی. زموږ هدف په دغه هيواد کي د سولي او ثبات راوستل دي. بن لادن په افغانستان کي يوازنۍ ستونزه نه وه او دده مړينه به په ناڅاپي ډول ټولي ستونزي حل نه کړي.»

خو په همدې حال کي بيا د ناټو يو شمير غړي هيوادونه د افغانستان څخه د وتلو لپاره يوه بهانه لټوي. هالند خپل سرتيري تير کال د افغانستان څخه وايستل او سږ کال يي د پوليسو روزونکي دغه هيواد ته ؤاستول. کانادا به هم خپل پوځي عمليات په روان کال کي پای ته ورسوي او په غوض به يې دغه هيواد ته د پوليسو روزونکي واستوي. پولند به په راتلونکي کال کي همدا کار وکړي.

جرمني په افغانستان کي خپل پوځي عمليات د 12 نورو مياشتو لپاره تمديد کړي. امريکا چي په افغانستان کي د هر بل هيواد څخه ډير سرتيري لري په روان کال کي به د افغانستان څخه د ځواکونو په ايستلو پيل وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل