1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې یو

میرویس جلالزی۱۳۹۱ اسفند ۱۲, شنبه

د ایساف ویاند جنرال ګونتر کتز، وایي چې ناټو د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې ده او دا چې د دغه هیواد امنیت مخ په ښه کیدو دی. کتز زیاتوي چې اوس جګړه د یاغیانو مرکزونو ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/17p6y
انځور: picture-alliance/JOKER

د ایساف ځواکونو آلماني ویاند جنرال ګونتر کتز، په کابل کې له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې ځواکونو يې د اورپکو ضد جګړې د ګټلو په لور «اوږد مزل» کړی دی. د جنرال کتز په خبره تیرو میاشتو ته په کتو سره د ایساف څیړنې ښيي چې په افغانستان کې امنیتي حالت د پام وړ ښه شوی دی او اورپکې له ښارونو او کلیو، لرو پرتو غرنیو سیمو ته په شا تمبول شوي او هلته ورسره سخته جګړه روانه ده.

د نوموړي په خبره د اورپکو ضد جګړه وخت ته اړتیا لري. هغه روښانه کړه چې د افغانستان جګړه په یوه شپه کې نه شي ګټل کیدای او همدارراز په دې هیواد کې د سل په سلو کې امنیت ټینګښت ادعا هم نه شي کیدای. کتز وویل: «که چیرې موږ هغه څه چې تیر کال مو تر لاسه کړي دي له وړم کال سره پرتله کړو دا ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې په عمومي ډول امنیتي حالت ښه شوی دی. یوه ښه بیلګه دا ده چې اوس د یاغیانو د بریدونو په شمیر کې د وړم کال په پرتله ټیټوالی راغلی دی. دا د دښمن کمزورتیا په ډاګه کوي.»

جنرال کتز پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې ایساف د اوسنيو لاس ته راوړنو له پاره اوږد مزل کړی دی. هغه وویل چې افغان او بهرني ځواکونه اوس په ګډه د یاغیانو پر ضد، د هغوی په ځالو کې جګړه کوي. کتز ټینګار وکړ چې اوس د افغان حکومت وسلوال مخالفین د مخامخ جګړې توان نه لري.

افغانستان اوس هم له یاغیانو سره په جګړه بوخت دی

د جنرال کتز په خبره په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې امنیتي پرمختګونه شوي دي. خو هغه وویل چې اوس هم په افغانستان کې جګړه روانه ده. هغه زیاته کړه: «د ټولو جګړو اتیا سلنه یوازې په هغو سیمو کې رامنځ ته کیږي چې یوازې د افغانستان ۱۹ سلنه وګړي په کې ژوند کوي. ۸۱ سلنه خلک په خپلو سیمو کې د ډیرې لږې نا امنۍ شاهدان دي چې دا ښيي په دغو سیمو کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.»

د ایساف شمیرې ښيي چې اوس هم د افغانستان سویلي برخه د جګړو اصلي میدان دی. جنرال کتز وویل چې د افغانستان په سویل لویدیځو سیمو کې هم یو څه جګړې روانې دي. هغه زیاته کړه: «د جګړې تمرکز په سویلي او سویل لویدیځو سیمو کې دی. خو دا هم وایم چې هغه سیمې ډیري نا امنې دي چیرې چې د هیواد کم وګړي ژوند کوي. خو د بشپړ ټیکاو ضمانت نه شي کیدای.»

د کلک ملاتړ ډاډ

جنرال ګوتنر کتز یو ځل بیا افغان امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د ناټو له کلک ملاتړ څخه برخمن وي. کتز وویل: «افغان امنیتي ځواکونه د ایساف په ملاتړ ترهګرۍ له ښارونو او کلیو څخه ایستلې ده او موږ له هغوی سره [له یاغیانو سره] په ډیرو لیريو پرتو سیمو کې چې د هغوی  خوندي ځالې بلل کیدې په جګړه بوخت یو. دا ښيي چې زموږ جګړه غښتلې شوی او دښمن کمزوری شوی دی.»

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسوولیتونه په خپله افغانانو ته وسپاري. تر دې نیټې وروسته به بهرنیان یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وي، او په جنګي عملیاتو کې به برخه نه اخلي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته به بهرنیان یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وي.
تر ۲۰۱۴ کال وروسته به بهرنیان یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت وي.انځور: AP
د ایساف ځواکونو آلماني ویاند جنرال ګونتر کتز
د ایساف ځواکونو آلماني ویاند جنرال ګونتر کتزانځور: picture-alliance/dpa