1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د افغانستان په جګړه کې د اقداماتو په اړه بحث کوي

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

د ناټو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې سره ولیدل او د افغانستان په جګړه کې یې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث وکړ چې په دې ۱۶ کلنې جګړه کې لاس ته راوړنې ولري.

https://p.dw.com/p/2nLZD
Brüssel Treffen NATO-Verteidigungsminister | Jens Stoltenberg, NATO-Generalsekretär
انځور: Getty Images/AFP/J. Thys

ناټو په روانه اوونۍ کې افغانستان ته د ۳۰۰۰ اضافي سرتیرو استولو اعلان وکړ. له دې سره به نو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو شمیر ۱۶۰۰۰ ته ورسیږي. اضافي سرتیري به چې ډیری يې امریکایان دي، د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه واخلي چې په وروستیو وختونو کې له طالبانو او داعش سره د جګړې له کبله تر فشار لاندې دي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، د پنجشنبې په ورځ وویل: «زموږ متحدینو او شریکانو د لا ډیرو ځواکونو د استولو ژمنه وکړه.»

هغه زیاته کړه: «نن به موږ د پرمختګ او په دې اړه بحث وکړو چې نور باید څه وشي ترڅو د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو جنګي قابلیتونه لوړ شي او د دې له پاره شرایط برابر شي چې د افغانستان وروستی هدف چې سوله او پخلاينه ده، ترلاسه شي.»

د ناټو مشران خوشبینه دي چې افغان ځواکونه به په ۲۰۱۸م کال کې د اضافي روزنې، مخ پر وده هوايي ځواک او د زرونو اضافي سرتیرو په مرسته به د طالبانو پر ضد جګړه کې برلاسي ولري. له بلې خوا د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، هم خپلو ځواکونو ته د پخوا په پرته خلاص لاس ورکړی دی چې څرنګه او څه وخت پر طالبانو باندې بریدونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه هم په مخ په ډیریدونکي ډول د دفاعي عملیاتو پر ځای تعرضي عملیات ترسره کوي.

د ناټو تر غونډې سمدستي وروسته به، د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، د یوې بلې غونډې ګوربه وي چې پکښې به په منځني ختیځ کې د داعش ترهګرې ډلې پرضد په جنګیدونکي ایتلاف کې شامل هیوادونه ګډون وکړي. په داسې حال کې چې «اسلامي دولت» (داعش) په منځني ختیځ کې ډیرې سیمې له لاسه ورکړي دي، د متیس په خبره په ایتلاف کې شامل هیوادونو اوس امریکا متحدو ایالاتو ته سترګي اړولي دي چې روښانه کړي په سیمه کې د داعش تر فزیکي ماتې وروسته، څه کيږي.