1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د افغانستان ډيره برخه له تاوتريخوالي خلاصه ده

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه

د ناټو ځواکونو يو لوړ پوړی چارواکی وايي، چي د افغانستان په۸۰ سلنه برخه کي تاوتريخوالی نسته؛ خو خبرداری ورکوي چي بيا هم ددغه هيواد په ختيځ او جنوب کي له پاکستان څخه راغلي ياغيان فعال دي.

https://p.dw.com/p/16Hk1
انځور: Skateistan

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال اليور باوينچوف، د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کي ويلي دي:«د افغانستان په سلو کي ۸۰ سلنه وگړي له تاوتريخوالي څخه خلاص دي.»

ده دغه راز زياته کړې ده:«له بله اړخه د دغه هيواد د مختلفو سيمو او ولسواليو تر منځ امنیت ډير زيات توپير لري.»

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د پرسونل رئيس جنرال باوينچوف، څرگندوني د ملگرو ملتونو له هغو شمېرو سره په ټکر کي دي، چي وايي د روان کال د اگست مياشت په تيرو پنځو کلونو کي دوهمه خونړۍ مياشت وه. په دغه مياشت کي ۳۷۴ تنه ملکي افغانان ووژل سول او ۵۸۱ تنه نور ټپيان سوي دي.

له دې سره سره چي په افغانستان کي د فرانسوي ځواکونو قوماندان ويلي، دي چي د دغه هيواد په شمال او لوېديځ کي امنيتي وضعيت ښه سوی دئ او د حکومت د واک لمن پراخه سوې ده، د ناټو دغه جنرال وايي، چي تقريباً په ټول هيواد کي امنيت ښه سوی دئ.

باوينچوف ويلي دي:«د جنگ کرښي د دغه هيواد په ختيځ او جنوب کي دي، او هغه هم ډيري کوچنۍ او په سيمه ييزه کچه دي. په دغه سيمو کي د تاوتريخوالي پيښي هغه وسله وال جوړوي، چي له پاکستان څخه راځي.»

هغه زياته کړې ده:«ايساف ځواکونه په ځانگړې توگه اوس په دغه سيمو کي تلاښ کوي، چي کراري راولي.»

کابل هر وخت پر پاکستان باندي تور لگولی دئ، چي د هغه هيواد له قبايلي سيمو څخه افغانستان ته د ور اوښتونکو وسله والو مخنيوی نه کوي. خو پاکستان بيا وايي، چي پاکستاني طالبان په افغانستان کي پټنځايونه لري.

جنرال باوينچوف دغه راز ويلي دي، چي د دوست- دښمن بريدونه د دوی د کارونو خنډ گرځېدلي دي. هغه وويل:«دغه پيښو د افغان او ائتلافي ځواکونو تر منځ اعتماد زيانمن کړې دئ.»

د ناټو دغه لوړ پوړي جنرال زياته کړه، له ۲۵ څخه تر ۳۰ پوري دغه شان بريدونه د طالبانو له خوا پلان سوي دي او د نورو پاتو اصلي عامل بېسوادي ده او دغه راز په دغه ټولنه کي زور زياتی عادي کار گرځېدلی دئ.

هغه په مرکه کي ويلي دي:«د څو سليزو راهيسي له افغانانو څخه د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کي استفاده کيږي. په ځانگړې توگه په کورنيو جنگونو کي.»

دويچه ويله/afp / نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض