1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د عملياتو د محدودولو پريکړه لنډمهاله ده

۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونه وايي، چي له افغان ځواکونو سره ئې گډ عملیات او گزمې د لنډ وخت له پاره محدود کړي دي.

https://p.dw.com/p/16B1R
انځور: Getty Images

په کابل کي د ناټو ځواکونو قومندانۍ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۸) ويلي دي، چي له افغان ځواکونو سره گډ عملیات ئې د لنډ وخت له پاره درولي دي:

«موږ بايد صادقانه دا خبره وکړو، چي دغه اقدام د لنډ وخت له پاره، ځکه سوی دئ، چي موږ وگورو چي له يوې خوا په امریکا متحده ايالاتو کي جوړ سوي فلم غوسه راپارولې ده او له بلي خوا زموږ پر سرتيرو باندي د افغانان سرتيرو له خوا بريدونه کيږي.»

په افغانستان کي د ناټو ځانگړي استازي تام کولينز وايي، چي دا په ځانگړې توگه په پياده قوې او هغو مرکزونو پوري اړه لري، چي افغان سرتيري پکښې روزل کيږي.

د سه شنبې ورځي په سهار په افغانستان کي مېشتو ناټو ځواکونو د هغي پریکړي اعلام وکړ، چي له مخي ئې بايد له افغان امنيتي ځواک سره گډ عمليات او گزمې محدودي سي.

په دغه اعلاميه کي راغلي دي، چي سر له نن څخه به يوازي ستر پوځي عمليات چي په هغه کښې په سوو بهرني ځواکونه گډون ولري له افغان ځواکونو سره په گډه کوي.

په اعلاميه کي راغلي دي، چي دا د دې معنی نه لري، چي گويا کوچني عمليات به نه کيږي. بلکي حالاتو ته په کتو سره به د ائتلافي ځواکونو د لويو قوماندانانو تر تائيد وروسته تصميم نيول کيږي.

ناټو دغه پریکړه له هغه وروسته کوي، چي په وروستيو مياشتو کي د افغان امنیتي ځواک له خوا پر بهرنيو ځواکونو باندي يرغلونه ډير سوي دي.

يوازي د رواني اوونۍ په سر کي په دغه شان بريدونو کي د ناټو ځواکونو شپږ تنه سرتيري ووژل سول.

په افغانستان کي د مېشتو ناټو ځواکونو د دې پريکړي په اړه تر اوسه پوري افغان چارواکو څه نه دي ويلي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم