1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د منځینۍ اسیا له هیوادونو سره تړون کوي

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

ناټو له درو هیوادونو سره له افغانستان څخه د ځواکونو د راایستلو په اړه تړون چمتو کړی. ښايي پاکستان له دې سره تر ډیر فشار لاندې راشي.

https://p.dw.com/p/157z3

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، د دوشنبې په ورځ وویل چې ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان له ناټو سره موافقه کړې ده چې د هغوی د هیوادونو له لارې دې له افغانستان څخه د دغه سازمان پوځی تجهیزات انتقال شي.

اندرس فوگ راسموسن وویل: «دغه تړون موږ ته د انتقال یوه پیاوړې او د بدلون وړ یوه شبکه په اختیار کې راکوي.»

د ناټو عمومي منشي ټینگار وکړ چې نوی تړون د روسيې له ترانزیتي لارې څخه کار اخیستنه لا اسانه کوي. ناټو تر دې مخکې له روسیې سره هم دې ته ورته یو تړون لاسلیک کړی وو. اوس نو د منځنۍ اسیا له درو نورو هیوادونو سره د تړون لاسلیکول په دې معنی دي چې ناټو کولای شي له افغانستان څخه خپل پوځي تجهیزات د روسیې او د منځینۍ اسیا د نورو هیوادونو له لارې د سمندر له لوري اروپا ته ورسوي.

په پلان کې ده چې ناټو به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه راوباسي. خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ناټو څرنگه کولای شي چې له افغانستان څخه خپل ټول هغه جنگي وسایل چې په تیرو لسو کلونو کې ئې دغه هیواد ته لیږدولي دي راوباسي. دغه ستونزه خو هغه وخت لا ډیره جدي کیږي چې پاکستان له شپږو میاشتو را هیسي د ناټو پر مخ خپله پوله تړلې ده.

پاکستان تر هغه وروسته د ناټو پر مخ د خپلې پولې د تړلو پریکړه وکړه چې تیر کال د ناټو په یوه هوایي برید کې د پاکستان ۲۴ سرتیري ووژل شول. پاکستان تر دې پېښې وروسته په دې هیواد کې د امریکايي ځواکونو یوه پوځي اډه وتړله، د افغانستان په هکله ئې د بن په دویم کنفرانس کې گډون و نه کړ او همداراز ئې د ناټو د قطارونو پر مخ له افغانستان سره خپله پوله وتړله.

دا چې ناټو د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره داسې یو تړون لاسلیکوي، په دې معنی ده چې امریکا او ملگري ئې دې ته تیاری نیسي چې کیدای شي د ناټو پر مخ د پاکستان پوله په نزدې راتلونکې کې خلاصه نه شي. که ناټو له افغانستان څخه خپل پوځي تجهیزات د دې هیواد له شمالي لارې راوباسی نو له دې سره به په دې بهیر کې د هغوی لگښتونه شپږ برابره لوړ شي.

یو بل امکان دا هم کیدای شي چې ناټو دغه تړون پر پاکستان باندې د فشار اچولو په موخه لاسلیک کړی وي. ویل کیږی چې اوس د امریکا او پاکستان تر منځ د پولې د پرانیستلو په موضوع کې یوازینۍ ستونزه د پاکستان له خوا د ډیرو پیسو غوښتنه ده.

له افغانستان څخه د ځواکونو راایستل د ناټو له پاره داسې یو کار دئ چې تر اوسه پورې ئې نه دئ تجربه کړی. په اوسني وضعیت کې د افغانستان عملیاتو ته د پاې د ټکې ایښودل او له دې هیواد څخه د ټولو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو راایستل داسې حالتونه دي چې ناټو ورسره تر دې مخکې نه ده مخامخ شوې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض