1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د ټاکنو د امنیت ساتلو د پاره مو ۳۲۰ زره ستيري چمتو کړي

۱۳۸۹ مرداد ۳۱, یکشنبه

په داسي حال کي چي د ټول ټاکنو کمېسيون د هيواد په يو شمير سيمو کي د رايو ورکولو د سلګونو مرکزونو د نه خلاصيدو خبر ورکوي، ايساف ځواکونه چمتووالي ښيي چي د امنيت په ټينګولو کي به پوره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/Otcq
جنرال:ګډ ځواکونه هڅه کوي چي د ټاکنو لپاره ډاډمن امنيتي چاپريال رامنځ ته کړي.
جنرال:ګډ ځواکونه هڅه کوي چي د ټاکنو لپاره ډاډمن امنيتي چاپريال رامنځ ته کړي.انځور: AP

د ټول ټاکنو د کمېسيون چارواکو تيره اونۍ وويل چي د نا امنۍ له کبله به شاوخواه ۹۰۰ د رايو ورکلو مرکزونه تړلي پاته سي.

په افغانستان کي د ناټو د ګڼ مليتيز ځواک وياند جوزيف بلانتس وايي د ټاکنو د امنيت د خوندي کولو لپاره يي منظم پلان جوړ کړی او دوﺉ به د امنيت په ساتلو کي ملاتړ کونکي رول ولري.

ناټو وايي شاوخوا ۱۲۰ زره بهرني او څه د پاسه دوه سوه زره کورني سرتيري به د ټاکنو پر مهال امنيت ته ولاړ وي.

ايساف ځواکونه په داسي حال کي د انتخاباتو د امنيت ساتلو ډاډ ورکوي چي د هري ورځي په تيريدو د هيواد په ګوډ ګوډ کي تاوتريخوالی زور اخلي.

په تيرو ۴۸ ساعتونو کي په جوزجان، کندز، هلمند او کندهار کي شاخوا څلويښت تنه امنيتي پرسونل د دولت ضد وسله والو په بريدونو کي وژل سوی او په همدي شميري نور ژوبل شوي دي.

د ناټو وياند جنرال جوزيف بلانتس وايي طالبانو که څه هم د کندهار اوهلمند په څير ولايتونو کي د نا امنيو لمن ښارونو ته پراخه کړي خو بيا هم ګډ ځواکونه هڅه کوي چي د ټاکنو لپاره ډاډمن امنيتي چاپريال رامنځ ته کړي.

«افغان او ايساف ځواکونه به په ګډه دامنيت لپاره کار کوي، د انتخاباتو پر مهال به په همغږۍ سره چاري پر مخ بيايي، ايساف به له افغان ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو په شريکولو کي همکاره وي»

جنرال بلانتس همدا راز د افغان دولت له هغه پلان څخه هم ملاتړ وښود چي وايي لس زره سيمز پوليس سرتيري به په دندو وګماري.

دغه لس زره محلي پوليس سرتيري به له دوو څخه نيولي بيا تر پينځو کلونو پوري په ۳۰ ولسواليو کي د امنيت ساتلو لپآره کار کوي.

«سيمه ايز پوليس به په ټوله کي د کورنيو چارو وزارت تر کنټرول لاندي وي، او هغه قوانين به پري پلي کيږي کوم چي په ملي پوليسو پلي کيږي.»

نوموړی وايي چي دا د مليشو دجوړلو پروګرام ندي اودا پوليس سرتيري به د شکمنو کسانو د پلټنو حق ولري خو د نيولو حق به و نه لري.

د ناټو په وينا دغه پوليس به د ولسواليو د امنيه قوماندانو تر څارني لاندي ماموريت پرمخ بيايي.

افغان دولت په داسي حال کي د سيمه ايز پوليس ځواک د جوړيدو خبر ورکوي چي د ملک په بيلا بيلو برخو کي د ټاکنو د تر سره کيدو په باب انديښني را پيدا سوي دي.

ډيري افغانان پدي اند دي چي د دغه ځواک را منځ ته کول به يو ځل بيا خودسريو، شوکو اوغلاوو ته لاره هواره کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل