ناټو: د پاکستان د پولې د پرانیستلو هیلې شته
۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبهاعلان
ناټو ویلي دي چې لا اوس هم هیله لري چې د هغه د قطارونو پر مخ دې د پاکستان پوله پرانیستل شي. دا خبرې د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د چهار شنبې په ورځ کړې دي. پاکستان د تیر کال له نومبر میاشتې راهیسې د ناټو پر مخ خپله پوله تړلې ده دا په داسې حال کې ده چې اوس ناټود منځینۍ اسیا له درو هیوادونو سره یو تړون لاسلیک کړی دﺉ چې له مخې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونه د همدې هیوادونو له لارې وځي.