1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د پوليسو په روزنه کي بايد بېړه و نه سي

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه

په افغانستان کي د ناټو د روزنیز ماموریت چارواکي وايي، چي د افغان پولیسو ځواک په روزنه کي به له بېړي کار وا نه خلي. ناټو په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه وځي.

https://p.dw.com/p/1602L
انځور: dapd

دا په داسي حال کي ده چي د وروستيو راپورونو له مخې هره ورځ یو شمیر افغان پولیس له یاغیانو سره په جګړه کي وژل کیږي او ترڅنګ ئې د دغه ځواک له لیکو څخه د سرتیرو د تیښتي په کچه کي هم زیاتوالی راغلی دئ.

په افغانستان کي د ناټو د روزنیز ماموریت مرستیال مشر جنرال توماس وایي، چي دوی هڅه کوي افغان پولیس د اروپايي ټولني د پولیسو او دغه راز له  نړیوالو پولیسو سره د همغاړه کولو په برخه کي خپلي چاري ګړندۍ کړي.

د جنرال توماس په وینا، چي دوی به د سرتیرو د جلب او جذب تر څنګ د هغو په روزنه کي بېړه و نه کړي، ځکه چي د افغان پولیسو شمیره هغه حد ته نزدې شوې ده چي مخکي له مخکي ټاکل شوې وه.

ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پوري به د افغان پولیس سرتیرو شمیره ۱۶۰ زرو تنو ته ورسول شي. ناټو وايي، چي د سرتیرو په روزلو کي بېړه نه لري اوټینګار ئې د هغوی پر مسلکي توب دئ.

نوموړي د افغان پولیس ځواک وړتیا د هري ورځي په تیریدو مخ پر ښه والي وبلله، چي په وینا ئې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري باید هغوی په ځان بسیا کړای سي:

«دا حقیقت دئ چي د افغان ملي ځواکونو وړتیا مخ پر لوړېدو ده، تر ۲۰۱۴ کاله پوري به موږ له دغو ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو، هغه که د قانون د واکمنۍ په برخه کي وي، که د سواد زده کړي او که د تجهیزاتو په برخه کي، افغان سرحدي پولیس، جنایې  پولیس او د عامه نظم پولیس به ترهغه وخته ډیرغښتلی او پر خپلو پښو ولاړ وي.»

دمګړۍ افغان پولیس ځواک ته پر ناټو سربیره د اروپايي ټولني د پولیسو له خوا هم روزنه ورکول کیږي.

په همدې حال کي د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي څه موده دمخه په کابل کي یوې خبري غونډي ته ویلي ول، چي د پولیسو په لیکو کي پراخ اصلاحات د قانون د واکمنولو د پراختیا لامل شوي دي:

«موږ له تیرو دوو کلونو راهیسي په دغه برخه کي ډیر کارونه کړي دي، چي په هغو کي د پولیس سرتیرو روزنه، په قواننیو باندي د هغوی پوهاوی او دغه راز د هغوی سمبالول شامل دي. خو په مطلقه توګه دغه مشکل نه دی ليري سوی.»

د ناټو شمېرې ښيي چي اوس مهال په افغانستان کي پر یوه وخت د ۲۱ زرو پولیس سرتیرو د روزني وړتیا موجوده ده چي ښوونه او روزنه ئې د کورنیو او بهرنیو ښوونکو له خوا کیږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل