1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: روان کال به هم له خونړيو جگړو څخه خلاص نه وي

۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبه

په افغانسان کي د ناټو ځواکونه وړاندوينه کوي چي ۲۰۱۲ کال به هم د خونړيو نښتو شاهد وي.«ياغيان به سږ کال هم کرار نه وي ناست، هغوی به خپلو ماين چاودنو، او پراګنده بريدونو دوام ورکړي.»

https://p.dw.com/p/13cUa
په کابل کي د ايساف وياند جنرال ياکوپسن
په کابل کي د ايساف وياند جنرال ياکوپسنانځور: DW

ناټو وايي که څه هم په ۲۰۱۱ کال کي د طالبانو جنګي نوښت مات شوی او جنګي ماشين ئې ترډيره کمزوری کړل شوی دئ، خو بيا به هم هغوی هڅه وکړي چي خپلو خال خال بريدونو او ماين چاودنو ته دوام ورکړي.

ناټو په همدې وخت کي پر دې خبره هم اعتراف کوي چي ۲۰۱۱ کال په افغانستان کي ورته له تلفاتو ډک وو خو په دې خوشحاله دي چي د ياغيانو ډير قوماندانان يا نيول شوي او يا هم وژل شوي دي.

په کابل کي د ناټوځواکونو عمومي وياند آلماني جنرال کريستين ياکوپسن د ۲۰۱۲ کال په اړه په يوه خبر پاڼه کي چي يوه کاپي ئې دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته هم استول شوې ده، ويلي چي افغان او ايتلافي ځواکونه د ۲۰۱۲کال له پاره پوره ترتيبات لري او دا ښيي چي دوی غښتلي او په ډير قوت سره په خپلو سنګرونو کي پراته دي.

ياکوپسن ويلي، په هغو سيمو کي چي افغان ځواکونو د امنيت د ليږد په ترځ کي امنيتي چاري په لاس کي اخيستي امنيت د هري ورځي په تيريدو ښه والی مومي او ډيری افغانان له خپل حکومت سره همکاريو ته ليواله دي.

هغه وايي، ياغيان به سږ کال هم کرار نه وي ناست، هغوی به خپلو ماين چاودنو، او خال خال بريدونو ته دوام ورکړي.

د ناټو رسمي شمېرې ښيي چي په تير ۲۰۱۱ کال کي ئې څه باندي۵۶۰ سرتيري وژل شوي ول چي دغه شمېره د ۲۰۱۰ کال په پرتله لږ وه.

په کابل کي د ناټو قومانداني وايي، چي دوی به په روان کال کي د نيول شويو سيمو د ساتلو له پاره ډيري سرچينې ولګوي تر څو په دغو سيمو کي د افغان دولت واکمني پراخه شي.

دا په داسي حال کي ده چي د۲۰۱۱ کال په وروستۍ ورځ د ګرجستان هيواد يو سرتيری چي د ايساف ځواکونو په چوکاټ کي په هلمند ولايت کي په پوځي ماموريت بوخت وو، په يو بريد کي ووژل شو.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل