1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: روسيه په اوکراين کي پوځي مداخله نه کوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د ناټو د عمومي قوماندان له نظره روسيه به پر اوکراين باندي نه ور ودانگي. کرملين بې له هغه کولای سي خپلو هدفونو ته ورسيږي. په سلاويانسک ښار کي تر خونړۍ جگړې وروسته اوس کراري دي.

https://p.dw.com/p/1BuQR
انځور: Getty Images

د رسنيو د راپورونو له مخي د ناټو عمومي قوماندان امريکايي جنرال فيليپ بريد لاو، د کاناډا په اوتاوا ښار کي ويلي دي چي څو ورځي دمخه لا دی په دې باور وو چي روسيه به په اوکراين کي پوځي مداخله وکړي.

خو وروسته دی دې نتيجې ته رسېدلی دی چي د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين «بې له دې چي ځواکونه يې د اوکراين تر سرحد ور تير سي خپلو هدفونو ته رسېدلای سي.»

د کريميا طرحه

بريد لاو، زیاته کړه چي «ډير زيات احتمال» سته چي پوتين دغه کار ته «ادامه ورکړي.» هغه زياته کړه، هغه څه چي پوتين غواړي، هغه د اوکراين حکومت ته بې احترامي، د هرج و مرج تحريکول او د دې تلاښ کوي چي د بېلتون غوښتونکو يوه غورځنگ ته لاره هواري کړي. د ناټو عمومي قوماندان زياته کړې ده «لکه څرنگه چي پوتين په کريميا کي وکړل هغسي به د اوکراين په ختيځ کي هم وکړي.»

هغه وويل لکه څرنگه چي د کرملين مشر د کريميا په مسئله کي پر خپل حضور باندي اعتراف وکړ «هغسي به په اوکراين کي هم وسي.»

روسيې د روان کال په مارچ مياشت کي د يوې ټولپوښتني له لاره د اوکراين د توري بحيرې نيمه ټاپو کريميا په خپل قلمرو کي ځای کړه. پوتين بيا وروسته وويل چي په کريميا کي روسي عسکر ځای پر ځای سوي ول.

عسکر په سرحد کي

د اوکراين موقتي حکومت د روسيې مشرتابه د خپل هيواد په ختيځ کي د نا آراميو تر شا په لاس لرلو تورنوي. روسي پلوه بېلتون غوښتونکي د اوکراين په ختيځ کي د څو ښارونو کنترول په خپل لاس کي لري.

له څو ورځو راهيسي د اوکراين پوځ تلاښ کوي چي له لاسه ورکړي سيمي بيرته په خپل کنترول کي راولي. په ورته وخت کي بيا د روسيې ځواکونه د اوکراين د ختيځ سرحد ته نژدې سره راټول سوي دي. اوس د دې ويره موجوده ده چي روسي عسکر به په دغه گاونډي هيواد ور ننوځي.

پر سلاويانسک باندي په جگړه کي قرباني

په سلاويانسک ښار کي د دوشنبې ورځي تر خونړۍ جگړې وروسته اوس کراري ده. دغه ښار چي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په کنترول کي دی او نزدې ۱۲۵۰۰۰ وگړي پکښي اوسږي د اوکراين په ختيځ کي د اورگاډو د تيرېدو را تيرېدو مهمه ښار بلل کيږي.

د دغه ښار په وروستۍ جگړه کي د قربانيانو د شمېر په اړه راپورونه توپير لري. د روسيې د «ايتار تاس» خبري آژانس په دغه سيمه کي د مسکو پلوه ملېشو د يوه مشر په حواله ليکلي چي د بېلتون غوښتونکو لس تنه جنگيالي وژل سوي دي.

خو د اوکراين د کورنيو چارو وزير آرسني آواکوف، بیا ويلي دي چي «۳۰ تنه ترهگر» يې وژلي دي. د هغه په خبره د اوکراين پوځ ۴ تنه سرتيري وژل سوي او ۳۰ نور ټپيان سوي دي.

د بېلتون غوښتونکو يوه مشر ويلي دي چي د دوی جنگياليو د حکومتي ځواکونو يرغل بيرته پرشا تمبولی دی. د اوکراين د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي د مېلشو نزدې ۸۰۰ کسانو خپلي قرارگاوي ساتلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب