1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: شپږو زرو طالبانو له جگړې لاس اخيستی دئ

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۶, یکشنبه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشرتابه وايي چي تر اوسه پوري شپږ زره طالبانو له جګړې څخه لاس اخیستی دی او وسلې یې پر ځمکه ایښي ده.

https://p.dw.com/p/17kqe
Former Taliban fighters hand over their weapons to Afghan police as part of a reconciliation process in Herat, Afghanistan, Sunday, May 13, 2012. As the U.S. and NATO prepare for the downsizing of international troops with a final withdrawal scheduled for 2014 efforts are underway to bring the Taliban off the battlefield. Taliban leaders including one of the most senior members of the organization, Agha Jan Motasim told The AP that most Taliban supported a negotiated end to the protracted war in Afghanistan. (AP Photo/Hoshang Hashimi)
Taliban Archivbild Taliban Anhänger Kämpfer Terroristenانځور: dapd

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو وياند آلمانی جنرال ګونتر کتڅ له دویچه ویله سره په کابل کې د خبرو پرمهال وویل، چي ملکي ژوندانه ته د یاغیانو ورګرزیدل دوی د دغه هیواد د راتلونکي په اړه هیله من کړی دی.

هغه وايي د بېلګې په توګه و ملکي ژوند ته د ستنېدو په پروسه کي په تیره یوه میاشت کې په سوو مخالفینو په کندز، بغلان، هرات او کندهار کې له جګړې لاس اخیستی دی.

د دغه پروګرام چارواکي له ایساف سره په ګډه یاغیانو ته دا زمینه برابروي چې وسلې کښېږدي او خپلو کلیو او بانډو ته ستانه شي.

جنرال کتڅ وايي :«هغه پخواني جنګیالي چې له جګړې یي لاس اخیستی دی شمېر يې شپږه زره کسانو ته رسیږي. هغوی خپلو پخوانیو کلیو او بانډو ته ستانه شوي دي، هغوی د ملکي ژوندانه له پروسي سره یو ځای شوي او دا یو ښه او مثبت ګام دی.»

خو ډیری خلک شک لري چې ملکي ژوندن ته را ګرزیدلي وسله وال مخالفین د څه مودي په تیریدو بیرته د جنگ ميدان ته ستنیږي. آیا دا خبره واقیعت لري؟ د سولي د عالي شورا غړی اسماعیل قاسم یار وايي:

«د افغانستان د سولي شورا په دې اړه اندیښنه لري، موږ وایو چې دا کسان چې ملکي ژوند پیلوي باید د سولي له پروسې سره مرسته وکړي نه دا چې بیرته د جګړې ډګر تود کړي».

د ايساف وياند ښاغلی کتڅ وايي، چي په ټولنې کې د بيرته ورگډېدو پروګرام وسله والو مخالفینو ته یو ښه چانس دی.

هغه وویل، که وسله وال طالبان له دې موقع څخه استفاده ونه کړي نو یا به ووژل شي او یا به ونیول شي.

جنرال کتڅ د هغو کسانو شمېر ډیر لږ بولي چې ملکي ژوندان ته تر را ګرزیدو وروسته بیرته جنگونو ته مخه کوي:

«تر اوسه پوري د هغو کسانو له ډلي څخه چې بيرته ملکي ژوند ته راگرځېدلي دي يوازي شپږ تنه بيرته جگړې ډگر ته تللی دي. دا ډیره لږه سلنه ده، موږ تمه لروچې په راتلونکو میاشتو کې به نور جنګیالي هم ملکي ژوندانه ته د راګرزیدو له پاره له دې پروسې سره یو ځآی شي.»

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګوينتر کتڅ دا هم وویل چې ملکي ژوند ته را ګرزیدلو۶۰۰۰ طالبانو له یاغیانو سره اړیکې پرې کړي دي او له زورزياتي څخه یې لاس اخیستی دی او قوانینو ته یې غاړه ایښې ده.

د کتڅ په خبره په افغانستان کي د شلو زرو څخه تر درېشو زرو پوري ياغيان سته چي په دې کي غله جنگيالي او داړه ماران ټوله راځي. خو په افغانستان کي ستر خطر غله نه بلکي وسله وال طالبان دي.

ایساف او افغان دولت تمه لري چې ملکي ژوند ته د ورگډېدو پروسه به نور طالبان هم وهڅوي چې د سولې خبرو ته چمتو شي.