1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په غونډه کې څه تیر شول

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

ناټو د شیکاگو په غونډه کې له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د ټولو بهرنیو ځواکونو د راایستلو له پلان څخه ملاتړ وکړ. د ناټو عمومي سرمنشي وویل چې ناټو به په راتلونکو کلونو کې به د افغان ځواکونو تمویل پر غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/14zbH
انځور: REUTERS

په شیکاگو کې د ناټو غړو هیوادونو یو ځل بیا وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یوازې پرې نه ښودل شي. د غوڼدې په پای کې د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن، یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په دې غوڼده کې پریکړه وشوه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو تمویل، روزنه او له هغوی سره همکاري ته دوام ورکړي.

«موږ ټول پوهیږو چې زموږ اوږد مهاله کامیابي بیاوړو، ماهر او باثباته افغان امنیتي ځواکونو پورې تړلې ده. نن موږ یو ځل بیا خپل تهعد تازه کړ چې په راتلونکو کلونو کې د افغان ځواکونو له روزنې، تجهیز، تمویل او د هغوی د مهارتونو له لوړولو څخه ملاتړ وکړو.»

راسموسن زیاته کړه چې افغان حکومت د دغو مرستو د ترلاسه کولو به مقابل کې یو شمیر ژمنې کړي دي چې پکښې د دیموکراتیکې ټولنې رامنځ ته کول، له اداري فساد سره مبارزه کول او له بشري حقونو څخه ملاتړ شامل دي.

راسموسن وویل چې په افغانستان کې به ټول امنیتي مسئولیتونه د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې افغان ځواکونو ته انتقال شي خو د هغه په خبره د ناټو ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په افغانستان کې په جگړې کې برخه اخیستلو ته جمتو وي.

د راسموسن په خبره ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د لگښتونو په پوره کولو کې له کومې ستونزې سره مخامخ نه ده. د هغه په وینا که څه هم د شیکاگو د غونډې هدف دا نه وو چې د ناټو غړي هیوادونه له افغان ځواکونو سره د خپلې مرستې اندازه مشخصه کړي، خو بیا هم یو شمیر هیوادونو د خپلو مرستو اندازه اعلان کړه.

په دې غونډه کې ولسمشر اوباما وویل چې دا چې په دې غونډه کې د ډیرو هیواونو استازو گډون کړی دئ د دې خبرې څرگندويي کوي چې د افغانستان عملیات یو نړیوال عملیات دي. هغه زیاته کړه چې دوه کاله مخکې د لیزبون په غونډه کې په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر د پلې کیدو پر سر پریکړه وشوه. د اوباما په خبره په تیرو دوه کلونو کې په دې برخه کې ډیر پرمختگ شوی دئ. اوباما هم له افغانستان سره د خپل هیواد او ناټو پر اوږد مهاله همکاریو باندې ټینگار وکړ. هغه وویل:

«افغانان به یوازې پری نه ښودل شي. نن موږ تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د ناټو پر اوږد مهاله همکارۍ سره موافقه وکړه. په دې کې له افغان امنیتئ ځواکونو څخه ملاتړ کولو هم شامل دي.»

تمه کیږي چې په روان کال کې به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۳۵۲۰۰۰ ته ورسیږي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ۱۳۰۰۰۰ بهرنیو ځواکونو ځای ډک کړي. راسموسن وویل چې تر څو کلونو وروسته به د افغانستان امنیتي شرایط ښه شي او له همدې کبله کیدای شي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیره یو څه راټيته شي. متحده ایالاتو د افغان امنیتي ځواکونو د کلنیو لگښتونو د نیمايي برخې تمویل پر غاړه اخیستې ده او پاتې برخه ئې باید د ناټو نور غړي پر غاړه واخلي.

د شیکاگو په غونډه کې د ناټو مشرانو پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې به افغان ځواکونه د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي او په ۲۰۱۴ کال کې به له دغه هیواد څخه خپل ټول جنگي سرتیري راوباسي او د افغان ځواکونو د روزنې او له هغوی څخه د ملاتړ کولو عملیات به پیل کړي.

په داسې حال کې چې یو شمیر افغانان کار پوهان وایي چې ښایي تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د امنیت د ساتلو توان و نه لري، افغان ولسمشر دCNN له تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې طالبان نه شي کولای چې یو ځل بیا د افغانستان واک تر لاسه کړي. هغه ویلي دي چې طالبان کیدای شي چې بریدونه تر سره کړي، خو په افغانستان کې د واک ته رسیدو توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه غواړي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه له ټاکل شوې نیټې مخکې راوباسي. د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند، ویلي دي چې هیواد به ئې په روان کال کې خپل ټول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه بهر کړي.

افغانستان د امریکا سربیره د المان په گډون له یو شمیر نورو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو اوږد مهال سندونه لاسلیک کړي دي.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم