1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له روسيې او پاکستان سره پر خپلو اړيکو خبري کوي

۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبه

د شمالي اتلانتيک تړون، ناټو، غړي نن په بروکسل کي سره را ټوليږي ترڅو د روسيې د هغو انديښنو په اړه، چي په اروپا کي يې د توغندیو د دفاعي سيسټم په اړه لري خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/13O7l
په برلین کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيران
په برلین کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانانځور: picture alliance/dpa

په عين وخت کي دروسيي د پارلماني ټاکنو په هکله د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کليتن نيکوکو ماسکو په غوصه کړي دي.

د ناټو په مقر بروکسل کي د ۲۷غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران پر دوو موضوعاتو باندي بحث کوي. په اروپا کي د يو دفاعي سيسټم جوړول او له پاکستان سره اړيکي.

د ناټو او پاکستان اړيکي وروسته تر هغه خړي پړي شوې، چي د افغانستان له خاوري څخه د ناټو هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کي پر يوې امينتي پوستې باندي په بريد کي ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل.

د ناټو د سرچينو د معلوماتو له مخي، تر غوندي وروسته به د ناټو د بهرنيو چارو وزيران سبا، د روسيې د بهرنيو چارو له وزير، سريګي لاوروف سره وويني او هغه ته به ووايي، چي په اروپا کي د دفاعي ډال جوړول يوه فيصله شوې موضوع ده. خو ناټو غواړي چي مسکو قانع کړي، چي د خبرو اترو اوهمکارۍ دراوازه پرانيستې ده.

يو بل ديپلومات، چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يې خبري کړي، وويل: وروسته تر هغه چي تيره اونۍ روسيې د اروپايي اتحاديي په سرحد، کاليننګراد کي خپل يو دفاعي سيسټم فعال کړ، ناټو غواړي چي «رامنځ ته شوی شر او شور کرار» کړي.

روسيې څو ورځي وروسته په دې اقدام لاس پور کړ، چي ديميتري ميدوديف د «د فاعي توغنديو د نصبولو» ګواښ وکړ.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د روسيې، کومرسانت ورځپاڼي ته پرون ويلي دي: «د ناټو د دفاعي سيسټم په هکله د ولسمشر ميدويديف د ورستۍ تبصرې ځيني يادوني د نوموړي سيسټم په هکله په حقيقت کي يو ډول غلط فهمي ده.»

راسموسن وويل، چي د روسيې ګواښونه د«سړې جګړې له لفاظيو» څخه ويندويي کوي.

هغه په خپلو يادونو سره وښووله چي ناټو به هيڅکله روسيې ته کوم قانوني ضمانت ور نه کړي، چي «اروپايي دفاعي سيسټم» به روسيې ته ګواښ نه وي.

لويديځ ډيپلوماټان هڅه کوي، چي روسيه قانع کړي، چي د هغوئ دفاعي سيستم يوازي د ايران له خوا ګواښونو ته ځير دئ.

وروسته تر هغه چي په متحده ايالاتو کي بارک اوباما ولسمشر شو، ناټو او متحده ايالاتو هڅه وکړه چي له روسيې سره خپلي اړيکي ښيې کړي.

خو د روسيې د پارلماني ټاکنو په هکله د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري، هيلري کلينټن ورسيتو نيوکو، چي ګويا په ټاکنو کي درغلي شوې او په دې هکله بايد پلټني وشي، مسکو سخت په غوصه کړی دئ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزرات وويل، چي د متحده ايالاتو له خوا دغسي نيوکي د زغملو نه دي.

د روسيي په پارلماني ټاکنو کي د صدراعظم پوتين ګوند لاس بری دئ.

د افغانستان د لانجې په اړه ناټو د روسيې او پاکستان ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري، ځکه د دغو دواړو هيوادونو له لاري افغانستان ته د ناټو او امريکا متحده ايالاتو ځواکونو ته اکمالات رسول کيږي.

د ناټو په ننۍ غوڼده کي د بهرنيو چارو وزيران به افغانستان ته د امينتي مسئوليت د انتقال پر موضوغ هم غور وکړي.

د ناتو د بهرنيو چارو د وزيرانو دغه غونډه وروسته له هغه دايريږي، چي په بن کي نړيوالي ټولني له افغانستان سره تر ۲۰۱۴کال وروسته هم د ملاتړ ژمنه وکړه

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل