1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له پاکستانه پر افغانستان بريدونه وغندل

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

ناټو د پاکستان له خاوري څخه پر افغانستان باندي د توغندیو توغول په کلکه غندلي دي. څو ورځي وړاندي د افغانستان پر ختيځو لايتونو په سوو توغندی و توغول سوې، چي مرگ ژوبله ئې هم لرله.

https://p.dw.com/p/15ekC
انځور: picture-alliance/dpa

کابل د یکشنبې په ورځ له هغه وروسته پاکستان ته گواښ وکړ چي د افغانستان د ختيځو ولايتونو چارواکو د پاکستان له اړخه د ۳۰۰ توغندیو د توغولو خبر ورکړ.

دغه توغندی د دوو ورځو په جريان کي د افغانستان پر کونړ ولایت باندي توغول شوي ول چې په نتيجه کښي ئې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول.

پاکستان دغه موضوع رد کړې ده او ویلي ئې دي، چي د دې هیواد ځواکونو یوازي پر هغو یاغیانو باندي ځوابي ډزي کړي دي، چي پر دوی باندي ئې د افغانستان له خاوري څخه بریدونه کول.

ایساف د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیانیه کي پر افغانستان باندي د توغندیو توغیدل غندلي دي. په بیانیه کي راغلي دي: «ایساف د دیورند د کرښي له ها غاړي څخه پر افغانستان باندي غیر مستقیم بریدونه غندي. موږ د افغانستان د دفاع وزارت او پاکستان سره په گډه کار کوو چي دغه ستونزي له منځه يوسو.»

ایساف دغه راز د هغي خبري هرکلی هم کړی دئ چي، ويل کيږي ډير ژر به افغان او پاکستاني چارواکي پر دې موضوع باندي په ننگرهار ولایت کي خبرو اترو ته سره کښېني.

تیره میاشت هم د پاکستان له خاوري څخه پر کونړ ولایت باندي د توغندیو د توغولو له کبله د یوه کلي په زرونو اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.

پاکستان او افغانستان يو پر بل باندي تور لگوي، چي طالبان ئې له خاوري څخه بريدونه ورباندي کوي.

افغانستان وایي چي د پاکستان په سرحدي سیمو کي د یاغیانو پټنځایونه شته او یاغیان په دې سیمه کي پر دوی باندي بريدونه پلانوي. افغان حکومت تورلگوي چي دغه کسان د بريدونو تر کولو وروسته بیرته پاکستان ته اوړي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي، چي یاغیان د افغانستان له خاوري څخه پاکستان ته ور اوړي او هلته پر پاکستاني لښکرو باندي بریدونه کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل