1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کې گډ عملیات بیرته پیل کړل

۱۳۹۱ مهر ۷, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي دي چې په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکو یو ځل بیا له خپلو افغانو ملگرو سره گډ پوځي عملیات پیل کړي دي. دغه ډول عملیات یوه اونۍ وړاندې په موقتي توگه درول شوي ول.

https://p.dw.com/p/16Glx
انځور: AP

تر دې یوه اونۍ مخکې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ویلي وو چې د «دوست-دښمن» بریدونو د زیاتیدو له کبله به په موقتي ډول له افغان ځواکونو سره خپل گډ پوځي عملیات وځنډوي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زه کولای شم چې تاسو ته دا خبره وکړم چې د ایساف ځواکونو په ټولو کچو یو ځل بیا خپل عادي گډ عملیات پیل کړي دي.»

خو د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په دې اړه نور جزئیات بربنډ نه کړل چې په کومه اندازه گډ عملیات بیرته پیل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاعي چارو چارواکو دا خبره وکړه چې له افغان ځواکونو سره ئې ملگرتیا بیرته عادي حالت ته راغلې ده.

د ناټو ځواکونو تر هغه وروسته له افغان ځواکونو سره خپل گډ عملیات ودرول چې په امریکا متحده ایالاتو کې د یوه جوړ شوي اسلام ضد فلم له کبله د افغانستان په گډون په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهر وشوي او دا ویره رامنځ شوه چې کیدای شي د «دوست دښمن» بریدونو په شمیر کې هم زیاتوالی راشي.

د دغه شان بریدونو په ترڅ کې د افغان سرتيري د گډو عملیاتو او یا هم روزنې پر مهال پر خپلو بهرنیو ملگرو باندې ډزې کوي. پنیتا وویل چې دوست-دښمن بریدونه به په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر له ستونزو سره مخامخ نه کړي. هغه زیاته کړه: «موږ باید د خپلو ځواکونو د محافظت له پاره پر ټولو لازمو اقداماتو باندې لاس پورې کړو. خو زه غواړم پر دې خبره باندې هم ټینگار وکړم چې موږ افغانانو ته د امنیتي مسئولیتونو د استولو ستراتیژۍ ته ژمن یو.»

د امریکا د دفاع وزارت په حواله یوازې په روان کال کې په افغانستان کې د ۳۵ دوست-دښمن بریدونو په پایله کې ۵۱ بهرني سرتیري وژل شوي دي. که څه هم د دغه شان بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلي دئ خو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، وویل چې د افغانستان په جگړه کې پرمختگ شوی دئ. هغه په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته د ولسمشر اوباما له خوا د ۳۳۰۰۰ اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وستایله.

پنیتا وویل چې کیدای شي دوست-دښمن بریدونه دوام ولري. هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم چې دغه ډول دوست-دښمن بریدونه به دوام وکړي. دښمن به زموږ د ارادې د ماتولو له پاره خپله پوره هڅه وکړي. خو هغوی زموږ اراده نه شي ماتولی.»

پنیتا وویل چې په وروستیو کلونو کې طالبان ضعیفه، او افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي دي. هغه زیاته کړه: «طالبانو ډیرې سیمې له لاسه ورکړي دي. هغوی په دې نه دي توانیدلي چې ډیری هغه سیمې بیرته ونیسي چې له لاسه ئې ورکړي دي.»

د پلان له مخې به د ناټو ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپاري.

مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض