1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په ختیځ کې د نورو اډو جوړولو پلان لري

۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبه

ناټو له روسیې سره پر کړکېچنو اړیکو سربیره غواړي خپل زور وښیې. ناټو غواړي چې اوس په هنگري او سلواکیا کې هم خپلې مرکزې قرارگاوي جوړي کړي. ټاکل شوې ده چې د دغه پوځي تړون عمومي منشي به اوکراین ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1GZ0O
انځور: Reuters

د ناټو يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د ناټو پوځي تړون په پام کې لري چې په هنگري او سلواکیا کې خپلې سیمه ییزي قرارگاوي جوړي کړي. ټاکل شوې ده چې دغه طرحه به د اکتوبر میاشتې پر ۸ نېټه په بروکسل کې د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تصویب شي.

له روسیې سره د کړکیچنو اړیکو په پام کې نیولو سره ناټو په دې وروستیو میاشتو کې خپل قدرت ښيي. همدا د راوان کال له پیل راهیسې دغه سازمان په استونیا، لیتوانیا،لاتویا، پولینډ، بلغاریا او رومانیا کې د شپږو قرارگاو جوړول تصویب کړي دي. دغه قرارگاوي به په سپتمبر میاشت کې په رسمي ډول خپل فعالیتونه پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې دغه مرکزونه به د ۲۰۱۶م کال تر جولای میاشتي پوري په بشپړ ډول د ماموریت ترسره کولو له پاره چمتو شي. په دغو شپږو مرکزونو کې ۴۰ تنه افسران گومارل شوې دي، څو پوځي مانورونه او د ناټو د چټک غبرگون د نوو قطعاتو ماموریت هم غږی کړي. آلمان هم دغو نوو مرکزونو ته عسکر استولي دي.

د مسکو په مقابل کې حفاظت

د نورو تر څنگ دغه قرارگاوي دنده لري چې د چټک غبرگون ځواکونو د قوماندې د مرکز په توگه تمرینات هم غږي کړي. د ناټو دغه عمل ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مقابل کې د یو ښکاره سگنال په سترگه کتل کیږي.

ناټو پر پوتین تور لگوي چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې پلوه بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او له روسیې سره یې په غیر قانوني توگه د کریمیا ټاپو د یوځای کیدو ملاتړ کړی دی.

د ناټو غړي هیوادونه په ځانگړې توگه لتوانیا، په خپله خاوره کې د کرملین د نفوذ د ډیریدو ویره لري. تمه کیږي چې د ناټو عمومي منشي ينس شتولتنبرگ، به د راتلونکي دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د سیاسي خبرو اترو له پاره اوکراین ته سفر وکړي. په کیف کې لویدیځ پلوه رهبري د ناټو له سازمان سره د یوځای کیدو په هڅه کې ده.

خو په دغه هیواد کې خراب سیاسي وضعیت او د اصلاحاتو په برخه کې نیمگړتیاوي په اوس وخت کې د ناټو په سازمان کې د دغه هیواد د غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې مهم خنډونه بلل کیږي. روسیه د ناټو په سازمان کې د اوکراین پر احتمالي غړیتوب نیوکه کوي، ځکه روسیه دا کار خپل امنیت ته خطر بولي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل