1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په ختیځ کې مو 25 یاغیان وژلي

۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبه

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو د شنبي په ورځ وویل چې د دغه هیواد په جنوبي ولایت، پکتیکا کې یې ۲۵ یاغیان وژلي دي. یاغیانو په دغه ولایت کې میشتو بهرنیو ځواکونو باندي په بیلا بیلو سیمو کې بریدونه په لاره اچولي ول

https://p.dw.com/p/12o8k
په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه
په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونهانځور: dapd

ناټو وایې چې یاغیانو پرون «جمعه د اکتوبر ۷مه» د پکتیکا د ولایت په څلورو ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو پر پوستو په یوه وخت کې بریدونه په تر سره کړل.

د پکتیکا په ولایت کې د امریکایې ځواکونو پوستي په داسې حال کې تر بریدونو لاندي ونیول شوې چې افغانستان او نړۍ په دغه هیواد کې د امریکا په مشري د برید لسمه کلیزه ولمانځله.

د ناټو د ځواکونو یوه ویاند وویل چې د دغه سازمان یو سرتیری په سطحي توګه هغه وخت ټپي شو چې یو موټو بمب امریکایې ځواکونو د مرغا پوستي څخه څه نا څه ۳۰۰ متره لري وچاودیده.

دغه ویاند زیاته کړه چې په نورو جلا پیښو کې بیا څه نا څه ۲۵ یاغیان د ګومل، سوروبي او برمال په ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو  سره په جګړې کې ووژل شول.

د ۲۰۰۱  کال څخه را په دیخوا کله چې امریکایې ځواکونو پر افغانستان خپل برید پیل کړ، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې یاغیان دیری وخت بریدونه په لاره اچوي.

د پکتیکا په ولایت کې دغه بریدونه په داسې کې رامنځ ته کیږي چې تیره ورځ «د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اومه» د افغان د جګړې لس کاله پوره شول. د دغي جګړي د پیل څخه لس کاله وروسته اوس هم د افغانستا په ډیرو برخو کې جګړه روانه ده.

په همدي حال کې افغان ولسمشر، حامد کرزي، د جمعې ورځ په یوي مرکي کې وویل چې نړیواله ټولنه او افغان دولت په افغانستان کې د سولي په راوتسلو کې پاتې راغلي دي.

که څه هم افغان حکومت او نړیوالي ټولنی هڅی کړي چې د افغانستان لس کلنې جګړې ته د سولې له لارې د پای تکی کیږدي خو ښایې دغه هڅي کومو پایلو ته نه وي رسیدلې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکې عبدالباري حکیم