1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په شيکاگو کي خپله ۲۵ مه سرمشريزه جوړوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ywe

نن د يکشنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالتونو په شيکاگو کي د شمالي اتلانتک د تړون ناټو، ۲۵ مه سرمشريزه پېلېدونکې ده. دغه غونډه به د ناټو د پوځي ايتلاف د تاريخ تر ټولو لويه غونډه وي. د دوه ورځنۍ دغې غونډي مرکزي موضوع به افغانستان وي.

اټکل کيږي چي ناټو به په دغه غونډه کي په ۲۰۱۴ مېلادي کال له افغانستان څخه د خپلو جنگي سرتیرو د راايستلو وروسته هم د دغه هيواد سره د اوږدمهاله ملاتړ ژمني وکړي. د دې تر څنگ به د ناټو ۲۸ غړي هيوادونه د دفاع په ډگر کي نوي تگلاري هم وټاکي.

په دې ترڅ کي به د اروپا دننه د ناټو د دفاعي راکټي سيستم د نصبولو او د ځمکې د څار د سيستم اې جي اېس په هکله خبري وسي. د ناټو په دغه غونډه کي د نورو مشرانو تر څنگ افغان ولسمشر حامد کرزی او د هغه پاکستانی سيال آصف علي زرداري هم گډون وال دي.