1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په هلمند کي طالبانو ماته خوړلې

۱۳۸۹ آذر ۴, پنجشنبه

په هلمند کي د ناټو قومندان جنرال ميلز وايي چي په هغو عملياتو کي چي د طالبانو د ځپلو د پاره په ټول ولايت کي پيل سوي د ښمن ته يې سخته ماته ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/QHfY
د لښکرګاه ښار يو انځور
د لښکرګاه ښار يو انځورانځور: DW

جنرال ميلز وايي چي په دغه ولايت کي د ګډو ځواکونو روان عمليات په ټولو هغو سيمو کي تر سره کيږي چي دوسله والو مخاليفينو پټنځايونه او خوځښتونه پکښي تر ستر ګو کيږي.

ميلز وايي دغه عمليات ځکه تر سره کيږي چي سيمي له وسله والو طالبانو پاکي او ملکي وګړو ته د ژوند هر اړخيزي اسانتياوي برابري کړي.

هغه وايي تر هغه وخته به په سيمه کي عمليات روان وي چي وسله وال طالبان له فعاليته وليويږي او د هلمند هر بچی په ازادانه توګه وکولاى سي ښوونځيو ته ولاړ سي.

ميلز وايي په روانو عملياتو کي له ځکمنيو او هوايي ځواکونو څخه پوره کټه اخلي او په دې هڅه کي دي چي په سيمه کي بشپړ امنيت منځ ته راوړي.

نوموړی داهم وايي چي دغه عمليات يې په هغه ولسواليو كي پيل كړي دي چي مركزونه يې ددولت په واك وو او په هغه سيموكي به هم له پلان سره سم عمليات تر سره كړي چي واک يي په بشپړ ډول د وسلوالو طالبانو سره دى.

دده په خبره اوس مهال طالبانو د جګړې توان له لاسه وركړى او اوس يوازي د ماينونو او چاودنو څخه ګټه کار اخلي.

جنرال ميلز په هغو سيمو كي چي اوس هم د طالبانو په كنترول كي دي دعملياتو په اړه معلومات ورنكړل، خو وويل چي دا كار به په راتلونكي كي د افغان ځواكونوسره د يو ګډ پلان له مخه پيل کړي.

ميلز په داسي حال كي د طالبانو د ماتي خبري كوي چي اوس هم هر ورځ وسلوال طالبان په مخامخ بريدونو او د ماينونو په چاودنو سره د ګڼو بهرنيو او كورنيو سرتيرو د وژلو ادعاوي كوي.

د يادوني وړ ده چي په هلمند ولايت كي شاخوا دريش زره بهرني او زرګونه افغان سرتيري د امنيت په ساتلو بوخت دي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل