1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په هلمند کي ۱۶ طالبان او ۳ ملکي وگړي وژل سوي

۱۳۸۹ مهر ۱۱, یکشنبه

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي هوايي بريد تيره ورځ ناوخته په نادعلي ولسوالۍ کي د طالبانو پر يو شورا تر سره سو.

https://p.dw.com/p/PTFp
انځور: AP

د هلمند امينه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګارد يكشنبې په ورځ په لښكرګاه كي خبريالانو ته وويل چي بريد تيره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د سيد اباد په سميه كي د وسله والو طالبانو پر يوه جوړه سوې شوراه تر سره سوى دی.

قوماندان وويل چي ددې هوايي بريد په ترڅ كي څلور طالب قوماندانان د خپلو ۱۲ملګرو او درو ملكي وګړو سر وژل سوي دي.

امنيه قوماندان زياته كړه چې د طالبانو ددغه شورا مشري انورسديس په نوم طالب قوماندان كوله چي ورسره جوخت درې نور طالب قوماندانان د ملابلوڅ، ملاجانان او د ملاحاجي په نوم هم وژل سوي دي.

په لښكرګاه كي د ايمريجنسي روغتون ډاكتران وايي چي دوی ته د نادعلي څخه د ملکي وګړو څلور ټپيان راغلي خو يوه يې په روغتون كي د ژورو ټپونو له امله ساه وركړه.

د سيد اباد د كلي ځايې اسيدونكي وايي چي په دغه پيښه كي د ځايې ټولنيزي شوراه يو تن غړى حبيب الله هم وژل سوى دى.

دوی وايې طالبانو شوراه ددي دپاره راټول كړې وه چي د خلكو څخه هغه پيسې واخلي چي د كانالونو او ويالو د پاكولو دپاره يې له يوشمير موسيساتو څخه تر لاسه كړي وي.

وسلوالو طالبانو په دي اړه تر دي دمه كومه تبصيره نه ده كړي او وياند يې په سيمه کي خبريالانو ته د ګرشک ولسوالۍ د مالګير په سيمه کي پر بهرنيو ځواکونو د يو ځانمرګي بريد ادعا کړې ده.

خو دګرشك امينه قوماندان لومړى بريدمن زمرى يوازي چاودنه مني وايي چي په دي اړه زيات معلومات نه لري.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل