1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کونړ کې د طالبانو مهم قوماندان ووژل شو»

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه

ناټو د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په لویدیځ کې ئې د دوو بیلابیلو هوايي بریدونو په پایله کې ۱۲ یاغیان وژلي دي. د دوی په خبره په وژل شوو کسانو کي د طالبانو یو ‎پاکستانۍ قوماندان هم شامل دﺉ. (انځور:ملا داد الله)

https://p.dw.com/p/15wZt
انځور: DW

د ناټو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «تیره ورځ په کونړ ولایت کې دوه هوایي عملیات وشول چې په پایله کې ئې ټول ټال ۱۲ یاغیان ووژل شول. هر هوایي برید شپږ، شپږ یاغیان ووژل.»

دغه هوایي عملیات د کونړ ولایت په شیگل ولسوالۍ کې تر شوي دي. د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر سید رحمان، وایي چې په عملیاتو کې ډیری وژل شوي کسان پاکستانیان دي چې د هغه په خبره پکښې د «تحریک طالبان پاکستان» یو قوماندان هم شامل دئ:

«د وژل شوو کسانو په ډله کې په باجوړ سیمه کې د طالبانو بیاوړی قوماندان داد الله، هم شامل دئ.»

ناټو دا خبره هم منلې ده چې داد الله په کونړ ولایت کې د وژل شوو یاغیانو په ډله کې شامل دئ. ناټو ویلي دي:

«مولوی داد الله چې د جمال په نوم هم یادیده، د وسلو او جنگالیو د لیږدولو او پر افغان او بهرنیو ځواکونو د بریدونو مسئولیت ئې پر غاړه لاره.»

افغان او پاکستاني طالبان د دې هیوادونو په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي. تیره اونۍ د ناټو یوه هوایي برید د کونړ ولایت په «چپه دره» ولسوالۍ کې په لسگونه طالبان هغه وخت ووژل چې هغوی په عام محضر کې د یوه وگړي د وژلو له پاره راټول شوي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: شمس الرحمن ناصر