1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: پکتیکا کي مو ۵۰ بهرني جنګیالي وژلي

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

د ناټو ایتلافي ځواکونو د جمعي په ورځ ویلي چي د پکتیکا په ولایت کي یي د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کی ۵۰ بهرني جنګیالي وژلي دي. افغان چارواکو هم د دغي پیښی پخلی کړی

https://p.dw.com/p/121uq
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د ناټو د ځواکونو لخوا د جمعي په ورځ په خپري شوي خبرپاڼي کي راغلي چي دغه عملیات تیره شپه د پکتیکا ولایت په سر حوزي ولسوالۍ کي تر سره شوي دي چي په کي د بهرنیو جنګیالیو سنګرونه په نښه شوي. د پکتیکا ولایت د پاکستان سره ګډه پوله لري.

دغه خبر پاڼه زیاتوي چی دغه پټنځایونه د حقاني شبکي او نورو بهرنی جنګیالو لخوا استعمالیدل ترڅو په افغانستان کي بریدونه تر سره کړي.

په خبرپاڼي کي راغلي چي ایتلافي ځواکونو د دغه پټنځای تر معلومولو وروسته عملیات تر سره کړي چي په کي افغان ځواکونو هم برخه درلوده.

د افغانستان د شپږو ولایتونو د پولیسو مشر، جنرال ګل نبي احمدزي، هم المان غږ سره په یوي ټیلیفوني تماس کي د دغي پیښی پخلی کړی.

افغان چارواکي د حقاني شبکه په دي تورنوي چي په افغانستان کي د لوړ پوړو چارواکو په وژلو کي لاس لري.

دغه ډله په افغانستان کي د ځانمرګي بریدونو تر شاه هم لاس لري. ګمان کیږي چي د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل برید هم د همدغي ډلی له خوا تر سره شوي وي چی په پایلي کي یي لږ تر لږه ۱۶ تنه ووژل شو.

په پام کي ده چي د رواني میاشتي تر پایه به د افغانستان د اوو سیمو امنیتي مسؤلیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

افغان ځواکونو تراوسه پوری د بامیان، مهترلام، لښکرګاه او د هرات د ښار امنیتي چاري په لاس کی نیولي. دا پداسی حال کي ده چي د انتقال د پروسي د پیل سره د اورپکو په بریدونو کی ډیروالي راغلي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش