1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ځواکونو په افغانستان کي خونړۍ ورځ تر شا پرې ايښې

۱۳۸۹ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کي په بيلابيلو پيښو کي 7تنه امريکايان، 2 تنه اسټراليايان او يو فرانسوی سرتيری ووژل سول...

https://p.dw.com/p/NkYj
پر ناټو ځواکونو باندي ترسره سوی بريد
پر ناټو ځواکونو باندي ترسره سوی بريدانځور: AP

واشنګټن په ډاګه کړې چي، د دغي جملې څخه 6 تنه د سړک د غاړي بمونو او يو بل تن د طالبانو لخوا د سپکو وسلو په ډزوکي ووژل سول.

د اسټراليايي چارواکو په وينا دوه تنه آستراليايان، چي افغان ځواکونه يي روزل، په داسي حاکي د سړک د غاړي پر يو ښخ سوي بم برابره سول،او مړه سول چي په اروزگان ولايت کي په گزمه وتلي وه.

فرانسي اعلان کړی، چي د افغانستان په ختيځ کي يې پر عسکرو د توغندويو بريد سوی، چي له امله يې 1 سرتيری وژل سوی او 3 تنه نور ټپيان سول.

په يوه بله جلا پېښه کي دوو تنو بهرنيوکارکونکو، چي يو تن په کي د متحده آيالتونو څخه و، د کندهار ښار د پوليسو د روزني په يو مرکز باندي د يو ځانمرګي بريد په پايله کي خپل ژوند د لاسه ورکړ. دغه څرګندوني د متحده آيالتونو د سفارت لخوا شوي دي.

په اوس وخت کي د ناټو ټلواله، د امريکي متحده ايالات او افغان ځواکونه په کندهار ولايت کي تر ټولو پراخو عملياتو ته چمتووالی نيسي.

د 2008کال راهيسي،چي په يوه ورځ 11تنه فرانسوي سرتيري ووژل سول تر هغه وروسته د تيري ورځي تلفات ترټولو لوړ ول.

د تيري يکشنبې په ورځ هم 5 تنه د ناټو سرتيري چي 4 تنه پکښي امريکايان ول، مړه سول.

د فرانس پريس آژانس د رپوټ دمخه په روان کال کي245 تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي.

د بهرنيو ځواکونو دپاره تير ميلادي کال تر ټولو خونړی و چي 520 عسکر يي په ترڅ کي مړه سول.

دغه ارقام په واشنګټن او لندن کي، چي تر ټولو ډير ځواکونه يي په افغانستان کي ځای پر ځای کړي دي، څوک نه خوښوي. رايه ورکونکي په دغو دواړو هيوادونو کي د ډيرو تلفاتو له امله ستړي سوي دي او داسي ايسي چي د افغانستان جګړه هيڅ پای نه لري.

وسله والو طالبانو اوس مهال نه يوازي په جنوب بلکي د افغانستان په نورو سيمو کي هم پښې ټينګي کړي دي.

خو اوباما او د هغه پوځي قوماندانان غواړي د کندهار يعني د طالبانو د غورځنګ د زړه په لور ورودانګي. په دغه ښار کي د طالبانو توندلاری غورځنګ رامنځته شوی و او دوی دلته پنځه کاله د حکومت واګي په لاس کي درلودې.

AG/ محمد نسيم صابر

کتونکی. زيارمل