1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجریا: د وسلوالو په برید کې ۲۶ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16JCL

وسلوالو د نایجریا په شمال شرقي سیمه کې لږ تر لږه ۲۶ محصلین وژلي دي. عیني شاهدان وایي چې برید کوونکو په بیلا بیلو خونو کې پر محصلینو باندې ډزې وکړې او ځینې ئې پر چاقوگانو ووژل.

دغه پېښه د دوشنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده. تر دې مخکې د پېښې ښار ته نزدې په یوه بل ښار کې هم د یوه پوهنتون مخې ته درې محصلین وژل شوي ول. پولیس اوس د پېښې په اړه څیړنې کوي.