1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجریا: چاودنې یو تن وژلی او لس نور ئې ټپیان کړي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15dHJ

د نایجریا د پولیسو په وینا د دغه هیواد په شمال کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې یو شپږ کلن ماشوم وژل شوی او نور لس تنه ټپیان شوي دي. دغه پیښه د باوچي ایالت په یوه بار کې رامنځ ته شوې ده. د سره صلیب د نړیوالې ټولنې د خبر پر اساس د دغې پیښې د تر سره کیدو وروسته پولیسو دغه سیمه کلابند کړې ده. په دغه سیمه کې د بوکو حرم، په نوم ډله فعاله ده خو لا تر اوسه د دغې پیښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي.