1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا: د دفاع وزیر او امنیتي سلاکار له دندو گوښه کړای شوي

۱۳۹۱ تیر ۳, شنبه
https://p.dw.com/p/15KG6

په نایجیریا هیواد کې د بوکو حرم اسلامي ډلې له خوا د څو میاشتو د تاوتریخوالي د پیښو وروسته د دغه هیواد ولسمشر د دفاع وزير او د ملي امنیت سلاکار له خپلو دندو گوښه کړي دي. خو د دغه گوښه کیدو په اړه ئې کوم دلیل نه دئ وړاندې کړی. د بوکو حرام ډلې ته په دغه افریقایي هیواد کې د یوه لوی گواښ په سترگه کتل کیږي او په روان کال کې ئې د دولت پر خلاف بغاوت کې په سلگونو کسان وژلي دي. یوازې په تیرو درې ورځو کې د کدونا په ښار د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ په نښتو کې ۹۲ تنه وژل شوي دي.