1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا له آلمان سره د سوداګریزو اړیکو پراخیدل غواړي

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

د نایجریا ولسمشر هڅه کوي چې آلمان ته د خپل سفر په ترڅ کې آلماني پانګوال وهڅوي چې د هغه په هیواد کې پانګونه وکړي. خو په دې افریقايي هیواد کې اوس هم امنیتي او اقتصادي ستونزې ډیرې لوړې دي.

https://p.dw.com/p/2RGUj
Wahl in Nigeria Mohammadu Buhari
انځور: Pius Utomi Ekpei/AFP/Getty Images

د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري، په یوه رسمي سفر د آلمان پلازمینه برلین ته رسیدلی. هغه به د دې سفر په ترڅ کې له آلماني چارواکو سره څو سوداګريز تړونونه لاسلیک کړي. په دې تړونونو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د دواړو هیوادونو تر منځ همکاري هم شامله ده.

د نایجریا ولسمشر په داسې حال کې آلمان ته سفر کوي چې هیواد یې له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. که له یوې خوا د نفتو ټیټې بیې د نایجریا اقتصاد زیانمن کړی دی، له بلې خوا بیا د یاغیانو له اړخه د نفتو پر پایپ لاینونو باندې بریدونه پر نایجیریایي اقتصاد بله لویه ضربه ده.

بوهاري په ۲۰۱۵ کال کې د نایجریا د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د اداري فساد او بوکو حرام پر ضد یې د مبارزې ژمنه وکړه. هغه همداراز له بوکوحرام ترهګرې ډلې سره جګړه د خپل یو بل لومړیتوب په توګه وټاکله.

بوهاري وایي چې همدا اوس یې په هیواد کې شاوخوا ۱۰۰ آلمانۍ کمپنۍ کار کوي چې له دې ډلې څخه یې ډیری په تولیدي برخه کې بسیا دي.

د بوهاري حکومت په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې د ۲۱۸ برمته شویو نجونو له ډلې څخه یې ۲۱ تنه له بوکو حرام ډلې سره د مذاکراتو په پایله کې آزادې کړې دي. دغه نجونې په ۲۰۱۴ کال کې برمته شوې وې. ولسمشر بوهاري وویل چې هغه به د پاتې نجونو د آزادولو په موخه خپل کار ته دوام ورکړي.

بوهاري روښانه کړه چې په نایجریا کې د بوکو حرام یاغي ډله ځپل شوې ده. هغه زیاته کړه چې اوس دغه ډله کوم ځایي حکومت په لاس کې نه لري. هغه وویل: «د اسانه اهدافو لکه ښوونځیو، مسجدونو او مارکیتونو په نښه کولو کې هم کموالی راغلی دی.»

خو نایجیریا په شمال ختیځه برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی چیرې چې د بوکو حرام ډلې د زراعت او ترانسپورت مخه نیولې ده. بوهاري وویل چې حکومت اوس په دې سیمه کې د یوه اوربند د رامنځ ته کولو په موخه په خبرو اترو بوخت دی.

بوهاري پر دغو ټولو ننګونو سربیره هم ټینګار وکړ چې د هیواد اقتصاد یې مخ په ودې دی. نایجیریایي ولسمشر ټینګار وکړ چې د بارانونو له کبله به یې په هیواد کې حاصلات ښه شي او د ۱۸ میاشتو په موده کې به یې هیواد د خوراکي توکو له اړخه خودکفا شي.

آلماني پانګوال بیا د نایجیریا په اړه دومره خوشبینه نه دي. ډیر شمیر دغه پانګوال په دې اند دي چې اوس په نایجیریا کې کار کول له ستونزو ډک دی. هغوی د لوړ انفلاسیون او اوږدو ګمرکي بهیرونو له کبله خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. ځینو آلماني پانګوالو ویلي دي چې ګمرکي مراحل دومره اوږده دي چې ځینې وختونه پانګوال خپل مال په کمرګ کې پریږدي.