1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا کې د تښتول شوو نجونو نامعلوم برخلیک

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳۰, شنبه

د نایجیریا چارواکو ویلي دي چې د اسلامپاله اورپکو له لوري د ښوونځي د تښتول شوو نجونو له ولکې څخه ۴۴ نجونې تښتیدلي دي او ۸۵ نورې لا هم د یاغیانو په ولکه کې دي. د باقې پاتې نجونو د لټون چارې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1Bkyg
انځور: Quentin Leboucher/AFP/Getty Images

د نایجیریا، د بورنو ایالت د پوهنې کمیسار اینوا کوبو، ویلي دي چې ۲۸ نورې نجونۍ پر دې توانیدلي دي چې د «بوکو حرم» په نوم د تندلارې اسلامپالې ډلې له ولکې څخه وتښتي. دغه نجوني د بورنو ایالت د یوه منځني ښوونځي زده کوونکي دي، چې د تیرې دوشنبې په ورځ د نوموړې تندلارې اسلامپالې ډلې له لورې تښتول شوې وې.

د اینوا کوبو په وینا دغه نجونې د سامبیاسا، په ځنگل کې چې د یاغیانو له پاره د مشهوره پټنځای په توگه مشهور دي، پیدا شوي دي. دغه ځنگل له نوموړي ښوونځي څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی. نوموړي کمیسار په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې دغه نجونۍ له هغو شپاړلسو نجونو سره یو ځای شوي دي چې د تښتونې وروسته په سملاسي توگه پر دې توانیدلې وې، چې د موټر له شا څخه ټوپ واچوي او وتښتی:

«موږ د خدای شکر باسو، چې تر اوسه ۴۴ نجونۍ آزادې شوي دي. موږ په پرله پسې توگه دعا کوو چې ټولې زده کوونکې روغې رمټې بیرته راوگرځي.»

د وروستي ارقامو په هکله بیانیه، د چهارشنبې په ورځ د نوموړي هیواد د پوځ د ویاند له لوري د خپرې شوې بیانیې وروسته خپره شوې ده. د پوځ له لوري ویل شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري د ۱۲۹ نجونو له جملې څخه ۸ نجونۍ آزادې کړای شوي دي. ویل کیږي چې د تښتول شوو نجونو عمرونه د ۱۵ او ۱۸ کلونو په منځ کې دي.

په عین وخت کې ناهیلي میندې او پلرونه او تندرسته کسانو، د سامبیاسا په ځنگلونو کې خطر پر ځان منلی او د ماشومانو په لټه کې دي.

بوکو حرم، په خپلو بریدونو کې ډیروالی راوستی

د بوکو حرم، په نوم د تندلارې ترهگرې اسلامپالې ډلۍ یاغیانو، په تیرو کلونو کې پر ډیر شمیر ښوونځیو باندې بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې یې په سلگونو زده کوونکي وژل شوي دي.

اوس په نزدې وختونو کې، نوموړې ډلې د زده کوونکو په تښتولو پیل کړی دی، چې د مینځو، آشپزانو او جوالیانو یا بار وړونکي په توگه ترې استفاده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره اوونۍ کې د ښوونځي د نجونو د دومره لوړ شمیر تښتول یوه بې سارې پیښه ده او دا د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د بوکو حرم د پنځه کلن وسله وال مخالفت په شنډولو کې د حکومت ناتواني ښيي.

د دوشنبې په ورځ د نجونې د تښتولو پیښه، په هماغه ورځ تر سره شوه چې په پلازمینه ابوجا کې یوه بمي برید چې پړه یې پر بوکو حرم وراچول کیږي، ۷۵ تنه ووژل. دا په تیرو دوو کلونو کې پر دغه ښار باندې لومړی برید وو. پر دې سربیره پر همدغه ورځ پر دو کلیو باندې د برید په پایله کې نور ۲۰ تنه وژل شوي ول.

یوازې په دې کال کې په نایجیریا کې تر ۱۵۰۰ زیاتو وژنو له پاره بوکو حرم مسووله گڼله کیږي.