1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نا آرامه ورځې(نه یوازی) د یونان له پاره

بابره ویزل/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

د یونان سره به نوره مالي مرسته ونه شي. د یورو د حوزې هیوادونه نه غواړي چې له یونان سره د روانې مالي مرستې پروگرام موده وغځوي، ځکه چې د اتن حکومت ټولې خبرې اترې له خاورو سره برابرې کړی.

https://p.dw.com/p/1FoYc
انځور: Reuters/M. Djurica

سړی کولې شي د راتلونکي بدبختۍ هغه انځور احساس کړي چې د آلمان د مالیې وزیر وولف گنگ شوئبله یې یادونه کړې وه. کله چې شوئبله له غونډی څخه ستړي ستومانه را ووت ویې ویل: « دا د اروپا له پاره یوه خرابه ورځ ده، خو په عادي حالت کې مونږ دغو بحرانونو پیاوړي کړي یو.»

وروسته تر دې چې د یونان د ماليې وزیر له غونډې څخه ووت د یورو زون د پاتې ۱۸ هیوادونو د مالیې وزیرانو پر دې بحث وکړ چې اوس نو باید څه انتظار ولرو. د یورو د ډلې هیوادونو د مالیې وزیرانو پریکړه وکړه چې له یونان سره د جاري مالي مرستې پروگرام موده نوره نه غځوي.

د دې احتمال لیدل کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به یونان له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي، خو سړی نه پوهیږي چې دغه هیواد به څنگه وکولې شي خپلې کړي ژمنې ترسره کړي. د آلمان د مالیې وزیر له پاره دا واضحه ده چې دا کار به څه عواقب ولري.

شوئبله زیاته کړه: « د خبرو اترو له دوام څخه د یونان د انکار مسئولیت یوازی د اتن په غاړه دی.» په ناڅاپې توگه د ریفرنډم یا ټولپوښتنې د ترسره کولو پریکړه د ټولو له پاره حیرانونکی وه. دغه پریکړه کیدای شي یوجانبه نیول شوې وي.

Wolfgang Schäuble
انځور: Reuters/Y. Herman

شوئبله پوهیږي چې څوک به د دغې پائلې له پاره گرم یا مسئول وگرځول شي خو آلمان په هیڅ صورت گرم نه دی. شوئبله زیاتوي: « مونږ هر څه وکړل. صدراعظمې میرکل په دې برخه کې تر اندازي ډیر له زغم څخه کار واخیست.»

د شوئبله په خبره میرکل په وار وار سره هڅه کړې چې د یونان او د دغه هیواد د ولس له پاره یوه ښه حل لاره پيدا کړي، داسې یوه حل لاره چې د یورو حوزی او خلکو له پاره هم د منلو وړ وي. دا د میرکل له پاره یو ډیر ستونزمن او دروند ماموریت وو، چې بالاخره نور نو سړی مخکې نه شو تللې

شوئبله په دې هکله هیڅ اټکل نه شو کولې چې د هغه یوناني سیال وارو فاکس دی شاید له هم هغه پیل څخه ستونزی ایجاد کړي. شوئبله وایی چی د خبرو اترو موده تر هغې چې مونږ یې اټکل کړی وه وغځیدله. له یونان سره د مرستو جاري ساتلو پر سر بحث د شنبې تر ماښام ناوخته پورې ودوام وکړ.

په هر حال وضعیت د اندیښنې وړ دی. د آلمان د مالیې وزیر وویل: « دا په بشپړ ډول روښانه ده چې مونږ به د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندی د مبارزی په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو.» د شوئبله په خبره تر بحران وروسته هم یورو مستحکم پاتی شوې او د یورو زون د اقتصاد وضعه هم ښه ده.