1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نا امنو سیمې ته د مهاجرو ستنول، له بشري حقونو سرغړونه»

آژانسونه/ ن. ش۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبه

په آلمان کې وروستیو بریدونو حتی نا امنو هیوادونو ته د مجرمو مهاجرو د ستنولو بحث ته لمن وهلې. خو د بشري حقونو سازمانونو نا امنو سیمو ته د مهاجرو د ستنولو مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JWl2
انځور: picture alliance/dpa/D. Maurer

د بخښنې نړیوال سازمان نا امنو سیمو ته د مجرم مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله د یو شمیر آلماني چارواکو پر څرگندونو اندیښنه ښودلې ده. په آلمان کې د بخښنې نړیوال سازمان د مهاجرو څانگې مشر اندریا برگ «نوین اوسنابروکر سایټونگ» ورځپاڼې ته وویل:

«موږ تل غوښتنه کړی چې مهاجر هغو سیمو ته چې عملآ په کښې جگړه روانه ده مه استوئ. باید په پام کې ونیول شي چې د دا ډول مهاجرو ستونول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.»

نوموړي زیاته کړه چې هیڅ داسې څوک باید خپل هیواد ته وانه ستول شي، چې ژوند او آزادۍ یې په خطر کې وي. د آلمان په وورڅبورگ او انسباخ ښارونو کې تر ترهگریزو بریدونو وروسته د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر ټینگار وکړ چې وروسته تر دې به نا امنو هیوادونو ته هم د مهاجرو بیرته ستنول کوم بد کار نه وي.

دې ته ورته څرگندونې د دغه ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر هم کړی دي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند یو تن سیاستوال ایفا هوگل، د بایرن ایالت د چارواکو له دغو څرگندونو سره مخالفت کړی دی او هغه یې «بې معنی» بللي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان نا امنو سیمو ته د مجرم مهاجرو ستنولو په هکله د یو شمیر آلماني چارواکو پر څرگندونو اندیښنه ښودلې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان نا امنو سیمو ته د مجرم مهاجرو ستنولو په هکله د یو شمیر آلماني چارواکو پر څرگندونو اندیښنه ښودلې ده.انځور: picture-alliance/dpa/W.Kumm

بل لور ته د نیدر زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر بورس پستوریوس د «ټاکس سایټونگ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي «دا کار باید هیڅ کله هم ونه شي.»

بورس پستوریوس ویلي دي:«موږ باید په دا ډول حساسو شرایطو کې د خپل اساسي قانون اصول له پامه وغورځوو.»

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې ټول هیوادونه د قانون دې اصل ته ژمن دي: یو څوک چې په یو هیواد کې تر تعقیب لاندی وي باید خپل هیواد ته وانستول شي. د دغه سازمان په خبره دا قاعده د آلمان په برخه کې هم صدق کوي.

بل لور ته د «پرو ازول» یا په آلمان کې د مهاجرو ملاتړ سازمان مرستیال برند میسوویچ، ویلي دي چې په آلمان کې وروستیو امنیتي بحثونو ته باید له دې سره تړاو ورنه کړل شي. هغه د بیلگې په توگه له افغانستان څخه یادونه وکړه چې په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو دی.