1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نا ټو په افغانستان کي د نشي توکو سره د مبارزې د نه حل سوي ستونزي سره مخامخ ده

۱۳۸۷ بهمن ۱۳, یکشنبه

د ناټو د دفاع وزيرانو پريکړه کړې ول چي سرتيري به يې په افغانستان کي د نشه يي توکو پر ضد په عمل لاس پوري کړي. خو د جزيياتو له پاره يې تر اوسه پوري هيڅ چا ليوالتيا نه ده ښودلې...

https://p.dw.com/p/Gl6E
د تير کال په اکتوبر کي د رومانيا په پلازمېنه بخارست کي د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه چي پر همدې په افغانستان کي د نشي موادو سره د مبارزې په اړه پريکړه وسوه
د تير کال په اکتوبر کي د رومانيا په پلازمېنه بخارست کي د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه چي پر همدې په افغانستان کي د نشي موادو سره د مبارزې په اړه پريکړه وسوهانځور: picture-alliance/ dpa

په تيراکتوبر کي پر دې موضوع باندي ټول غړي هيوادونه سره هم نظره وه: داهغه وخت و چي د ناټو ددفاع وزيران د رومانيا په پلازمېنه، بخارست کي سره راټول شوي و او پريکړه يې وکړه چي په افغانستان کي د نشه يي موادو سره ټينګه وسلواله مبارزه وشي. د ناټو په پوځي مقر چي د بلجيم په جنوبي ښار مونز کي پورت دی، لا ډير مخکي د يوې داسي مقابلې له پاره ټنګي غوښتني شوي وې.

د ناټوعمومي قوماندان، جان کریدک په دې هکله وايي:«موږ بايدهغه توکي له مينځه يوسو، چي په هغو باندي ګولۍ او بمونه رانيول او بريدکونکو ته پيسې ورکول کيږي. او اوس موږ ددې له پاره پريکړه لرو، چي دغه ټول تر هدف لاندي ونيسو. زه فکر کوم چي دا به موږ ته يوه ښه زمينه برابره کړي، تر څو د هغو پيسو مخ ونيسو، چي ياغيان په هغه ځان تمويلي.»

د آلمان د دفاع وزير، فرانس جوزيف يونګ هم له دا ډول يو تحليل سره موافق نظر څرګندکړی و:« دا په دې وجه چي زموږ له پاره خورا مهمه ده تر څو د تروريستي فعاليتونو د تمويل لاري چاري بندي کړو.»

خو اوس د یو داسي موافق تحلیل پر سر مشترک ټکی نور زياتي وجود نه لري. هغه وخت په بخارست کي د جرمني د فشار او غوښتني له کبله پر يکړه وشوه چي: د نشه يي توکوسره مقابله بايد د خپلي خوښي کار وي، هغه هيوادونه چي غواړي، هغه کولای سي، هغه چي نه غواړي، مجبوره نه دي. نو آلمان هم د يو داسي مقابلې له پاره چمتووالی ښکاره نه کړ.

د ناټو عمومي منشي ياپ دې هوپ سخيفر
د ناټو عمومي منشي ياپ دې هوپ سخيفرانځور: AP

د ناټوعمومي منشي یاپ دې هوپ سخيفر، په دې شخړه ايزه موضوع کي مشترک مخرج څرګندکړ:«زموږ سرتيري به له افغان ځواکونو سره په ګډه د هغو تأسيساتو او افرادو پر ضد په عمل لاس پوري کړي چي له ياغيانوڅخه ملاتړ کوي. مانا داچي هدف د نشه يي توکو لابراتوارونه يا د نشه يي توکو سوداګران دي،چي له طالبانو يا نورو ياغيانو سره همکاري لري.»

خو د ناټو له پاره د نشه يي توکو سره د مقابلې له پاره شرط دا دی چي افغان حکومت د ناټو د سرتيرو له پاره غوښتنه وکړي. ددې شخړه ايزي موضوع لمن له دې څخه هم اوږده ده، په دې اړه ډيري پوښتني په مخکي دي: څه ډول ثبوت بايد وړاندي سي؟ د سرتيرو دقيق ماموريت څه دی،هغوی د څه له پاره اجازه لري او د څه له پاره يې نه لري؟

دغو پوښتنو ته ځواب تر اوسه ورکړل شوی نه دی. د ناټو پوځيان وايي چي سياست له دې موضوع سره ليوالتيا ښکاره نه کړه. څرنګه چي په ناټو کي جرمني جنرال کارل هاينز لاتر څو ورځو مخکي د ناټو په پوځي مقر، مونز کي د شکايت په توګه يادونه وکړه:« ښکاره ده چي ددې موضوع له پاره بايد يو قانوني ښکاره بنسټ جوړ کړای سي. له سياسي او قانوني لحاظه دا يوه ډيره کړکېچنه موضوع ده چي موږ عنوان کړې، هيله ده چي د هغه څه په پرتله چي اوس يو، برياليتوب لاس ته راوړو.»

اوس ښايي د ناټو ستر قوماندان، جان کریدک د وژلو يو متحدالمال امر صادر کړی وی، چي ښايي د ناټو د پوځي مشرۍ په دننه کي د تندو شخړو او بحثونو لامل وګرځي. خو دا ټول د يوه څه ويندويي کوي، هغه دا چي: په افغانستان کي د نشه يي توکو سره د مبارزې په وړاندي ناټو له نه حل شوو ستونزو سره مخامخ ده، دا ځکه چي ددې کار له پاره یو څرګند سياسي اقدام وجود نه لري.