1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نبيل العربي د عرب ليګ نوی رييس وټاکل سو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د مصر د بهرنيو چارو وزير نبيل العربي د خپل هيواد وال امر موسی وروسته د عرب ليګ مشري په غاړه اخلي. امر موسی لس کاله پرله پسې د دغې ټولنې مشر ؤ.

https://p.dw.com/p/11Ghf
نبيل العربي
نبيل العربيانځور: picture alliance/dpa

کله چې حسني مبارک لا د مصر ولس مشر وو او په زرګونو خلکو د تحریر په میدان کې د نوموړي د استعفې غوښتنه کوله نو هغه وخت نبیل العربي د دې مظاهرو سره یو والې وښود. نوموړی د مظاهره کونکو سره ولیدل او د هغوي لخوا په دې کار وستایل شو ځکه چې نبیل العربي د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره مبازره کوله.


د مبارک د سقوط وروسته نوموړی د عالمونه د جرګې په نامه د هغې جرګې غړی شو چې مصر یې د ډیموکراسۍ په لور ګام اخیستو ته چمتو کاو. د مارچ په میاشت کې دې د مصر د بهرنیو چارو وزیر شو او دا خبره یې روښانه کړه چې لنډ مهاله حکومت خپله دنده جدي په پر مخ وړي.


« مصر په ټول قوت سره هڅه کوي چې د یوه دولت بنسټ کیږدي. سیاسي او اقتصادي فساد به محکمې ته وړاندې شي. په تیرو ورځو کې لوړ پوړي حکومتي چارواکي محاکمه شوي. دا په دې معنې دې چې دا دولت قانون مراعتوي.»


نبیل العربي ۷۶ کلن دی. دې یو حقوق پوه دې چې ډیره تجربه لري. پنځه کاله دې د ډنهاک د نړۍ والې محکمې قاضي وو. دې پوهیږي چې هیواد یې ټولو وګړو ته د هغوي د بشري حقونو د رسولو په برخه کې ډیر کار په مخکې لري او همدا د نوموړي د سیاست هدف هم دی. همدا هدف به دې د عرب لیګ د مشر په توګه هم تعقیب کړي.


څلور اوونۍ د مخه کله چې د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیډو ویسټرویله مصر ته تللې وو نو خپل دې مصري سیال ته یې د المان د سفر بلنه ورکړې وو. په ځواب کې یې نبیل العربي وییلي وو:


« زه برلین ته په بلل کیدو ډیر خوښ یم. د څلویښتو څخه زیات کالونه وشول چې زه د یوه ډیپلوماټ په صفت المان ته تللې ووم. ما هغه مهال هڅه هم کړې چې الماني ژبه زده کړم خو د بخښنې په غوښتو سره باید ووایم چې زما اوس دا ژبه هیره ده.»


د مصر د بهرنیو چارو د وزیر په توګه به العربي اوس برلین ته سفر ونه کړاې شي ځکه چې دا څوکۍ نوموړی باید پریږدي تر څو ځان یوازې د عرب لیګ د مشر په توګه دندو ته وقف کړي. خو د عرب لیګ د عمومي منشي په توګه به هم ده ته په برلین کې په ړوڼ دندي هرکلې وشي.

توماس بورمان / برېښناصابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی