1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانياهو: اسرائيل سوله غواړي، خو په هره بيه نه

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتانیاهو، د یکشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې چمتو دی د امریکا متحده ایالاتو په منځگړتوب له فلسطین سره د سولي خبرو اترو ته دوام ورکړي خو نه په هره «بیه».

https://p.dw.com/p/1Bcoo
انځور: picture-alliance/dpa

نتانیاهو د خپلې کابینې په اونیزه غونډه وویل چې که فلسطین د یوه هیواد په توگه د په رسمیت پیژندلو له پاره «خپلو یو اړخیزو» اقداماتو ته دوام ورکړ، نو اسرائیل به خپل گامونه واخلي. نتانیاهو په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي، هڅه کوي چې یو وار بیا د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د سولي خبري اتري پیل شي. تیره اوونۍ فلسطین ۱۵ نړیوال کانونسیونونه لاسلیک کړل. د دغو کانونسیونونو ډیر یې د ملگرو ملتونو له لاري لاسلیک شول.

نتانیاهو په دې اړه په خپلو لومړیو څرگندونو کې وویل: «په دې کار سره، فلسطینیانو هغه تفاهمونه تر پښو لاندي کړي دي چې موږ ورته د متحده ایالاتو په منځگړتوب رسیدلي وو.»

ولسمشر محمود عباس تر هغه وروسته د دغو نړیوالو کانونسيونونو د لاسلیکولو پریکړه وکړه چې اسرائیل له خپلې هغې ژمني څخه پر شا شو چې له مخې یې باید ۱۰۴ تنه فلسطیني بندیان آزاد شوي وای. د همدې موافقې له کبله د اسرائیلو او فلسطین تر منځ خبري اتري بیرته پیل شوي وې. د دواړو اړخونو تر منځ د خبرو اترو بهیر نهه میاشتي مخکې دریدلی وو.

نتانیاهو زیاته کړه: «هغوی به یوه هیواد ته یوازي د مستقیمو خبرو اترو له لاري ورسیږي نه د خالي اعلانونو او یو اړخیزو اقداماتو له لارې. له دغه شان اقداماتو سره د سولي یو تړون لا ځنډیږي.»

د اسرائیلو لومړي وزیر د فلسطین پر «یو اړخیزه اقداماتو» باندي نيوکي وکړې او ویې ویل: «د هغوی له خوا یو اړخیزه اقدامات به زموږ له خوا په یو اړخیزو اقداماتو ځواب شي. موږ غواړو چې خبرو اترو ته دوام ورکړو. خو موږ به دغه کار په هره بيه و نه کړو.»

د اسرائیل او فلسطین تر منځ خبري اتري د تیر کال په جولای میاشت کې له پیلیدو راهیسې له ستونزو سره مخامخ دي. فلسطین له دې خبري سره مخالفت لري چې اسرائیل د یوه یهودي هیواد په توگه وپیژندل شي او د دې هیواد له خوا په فلسطیني خاوره کې د کورونو جوړیدو سخت مخالفت کوي.