1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانياهو د سولي لپاره سخت شرطونه وړاندي کړي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

نتانياهو به د جمعي په ورځ امريکا ته ورسيږي ترڅو د منځني ختيځ د سولي د بهير په اړه خبري وکړي. ده څو ورځي پخوا د خپل هيواد پارلمان ته وينا کړي وه چي تري دا خبره څرګنديده چي دی د سولی د بهير په وړاندی خنډونه جوړول غواړي

https://p.dw.com/p/11Hte
بنیمین نتانياهو
بنیمین نتانياهوانځور: picture alliance / dpa

ښايي په منځني ختيځ کي سوله په نږدي راتلونکي کي ممکن نه وي ځکه چې د اسراييلو لومړي وزير، بنيمين نتانياهو، خپلې غوښتنې نورې هم پسې سختې کړي کومې چې به د فلسطين سره خبرې اترې ناممکنې کړي.

د اسراييلو پارلمان ته په خپلي وينا کې نتانياهو وويل چې د اسراييلو ډيري ولس هم همدا غوښتنې لري. د دې د مخې بايد فلسطنيان اسراييل د يهودانو د وطن په توګه ومنی. دوي بايد دي ته هم چمتو وي چې شخړه د منځه ولاړه شي او اسراييلو ته د بيرته راستنيدو د حق څخه هم تير شي.

نوموړي زياته کړه چې راتلونکي فلسطيني دولت بايد خپل پوځ ونه لري او دا چې بيت المقدس، چې فلسطينان ورته د خپل د راتلونکي دولت د پلازمينې په سترګه ګوري، د اسراييل د نه ويشل شوې پلازمنې په توګه پاتې شي.

د دې سربيره د اردن د سيند د لويديځې غاړې د ودانو شويو سيمو د الحاق خبره او همدا ډول په اردن کې د اسراييلي پوځ دوامداره موجوديت هغه شرطونه دي چې نتانياهو په خپلی وينا کې د فلسطين سره د سولې لپاره ياد کړل. همدا ډول د اسراييلو د حکومت مشر د حماس او الفتح د ډلو د پخلاينې تړون هم رد کړ.

ده وويل: «يو داسي فلسطيني حکومت چې نيمه برخه يې هغه خلک جوړوي چې هره ورځ د اسراييلی دولت د له منځه وړلو اراده څرګندوي زمونږ د سولې همکار نه شي کيداي

نتانياهو پارلمان ته دغه وينا د ميې د مياشتې په شپاړلسمه يعني د اسراييل د پولې سره د خونړيو پيښو څخه يوه ورځ وروسته وکړه. تبصره کونکو وويل چي نتانياهو د دغي وينا په ترسره کولو امريکايي ګانګريس ته د وينا تياري ونيوه.

د نوموړي د دفتر څخه په جاري شوي اعلاميه کې راغلي چې د واشنګټن په سفر کې نتانياهو غواړي دا په ‌ډاګه کړي چې دې د خبرو اترو د پروسې پرمختګ څنګه ويني او دا چی د عربي نړۍ انقلابونه د اسراييلو لپاره کومې پايلې لري.

د فلسطين د ولس مشر يوه وياند د دوشنبې په ماښام د نتانياهو دا شرطونه رد کړل او وويل چې دا د منولو وړ نه دي.

صايب عريقات چې پخوانۍ منځګړي او د محمود عباس د نزدې ملګرو څخه دي په نتانياهو تور ولګاوه چې دې خبرې اترې نه غواړي.

ده وويل: « ښاغلې نتانياهو پوهيږي چې دې د فلسطين په خپلواکمنه اداره کې د محمود عباس په شکل کې يو بشپړه همکار لري. زه په دې باور لرم چې نوموړي به د محمود عباس هغه وينا چې په قاهره کې يې د حماس او الفتح د ډلو د پخلاينې په غونډه کې کړې وه اوريدلې وي. نتانياهو به دا هم اوريدلي وي چې څنګه عباس د دوو دولتونو د حل لارې او همدا ډول د تړونونو لپاره په خپلو مکلفيتونو د سره فکر کړې دي او دا يې نوي کړي دي. خو پوښتنه داده چې ايا تاسې د نتانياهو خبرې اوريدلي دي او که نه؟»

د اسراييلو د اپوزيسيون مشرې، زيبي ليوني، په پارلمان کې په نتانياهو تور ولګاوه چې د اسراييلو حکومت ته يي زيان رسولې. نوموړي زياته کړه چې دي به په تاريخ کې د اسراييلو د يوه داسې مشر په توګه ياد شي چې په دوره کې يې د فلسطين د دولت بنياد کښيښودل شو.

ويرن کوټه/ بريښنا صابر

کتونکي/ مسعود جهش